د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۰

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په لویو لارو امنیتي پوستې زیاتوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په لویو لارو کې یې د ناامنیو او د سړي تښتونو د پېښو د مخنېوي هڅې تېزې کړي دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، په دې برخه کې به ډیر تمرکز، د کابل ـ کندهار د لارې خوندېتوب ته وشي.

دا په داسې حال کې ده په دې وروستیو کې د هېواد په ځېنو لویو لارو کې د سړي تښتونو پېښو خلک او په تیره بیا مسافر اندېښمن کړي دي.

د کابل-کندهار پر لویه لاره د سړي تښتونو له زیاتېدو وروسته، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې لارو د خوندېتوب لپاره به د امنېتي پوستو شمېر زیات کړي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د هېواد د مهمو لویو لارو د خوندېتوب امنېتي پلانونه به ډیر ژر پلي شي:

"موږ د لویو لارو په تېره د خاک افغان، جغتو، ګیلان او جاغوري د لارو د امنیت لپاره د سیمه ییزو پولیسو پیاوړي کولو او همدا رنګه د نورو لارو د خوندېتوب لپاره مو د تصفیوي عملیاتو تدابیر نېولي او هڅه مو دا ده چې دا ستونزه ډیر ژر حل شي."

ښاغلي دانش دا هم وویل چې د اړتیا پرمهال به د لویو لارو خوندېتوب ته له دفاع وزارته هم مرستې وغوښتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ــ کندهار او داسې نورو لویو لارو کې د امنېتي ځواکونو او مخالفینو ترمنځ وسله والو نښتو، وسله والو غلو، د سړک د غاړو ماینونو، سړي تښتونو او داسې نورو پېښو مسافر اندېښمن کړي دي.

د راپورونو له مخې په تازه شپو ورځو کې وسله والو طالبانو، دولس مساپر په دې تور چې ګواکې د پکتیا په ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې دندې لري، تښتولي دي.

سربېره پردې تېره میاشت داعش یا د اسلامي دولت ډلې د غزني ولایت د ګیلان په ولسوالۍ کې، یو شمېر سپرلۍ تښتولي او بیا یې په زابل ولایت کې ترې سرونه پرې کړي دي.

همدارنګه کابو اته میاشتې مخکې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د زابل ولایت د شاجوۍ په ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو یو دیرش سپرلۍ له موټرو کښته کړي او له ځانونو سره یې نامعلومو سیمو ته بېولې وو چې څه موده وروسته له دې جملې څخه نوولس تنه را خوشې او اته نور یې هم د چهارشنبې په ورځ د امنېتي ځواکونو د هڅو په نتیجه کې وژغورل شول.

په لویو لارو کې دغو پېښو ته په کتو سره خلک اندېښمن دي.

د غلام نبې په نامه یوتن د شمال د لویې لارې د خطرونو په هکله ازادي رادیو ته وویل:

"د دوشي، کېله ګي او بغلان په سېمو کې غله راوځي، کله چې د وحدت ملي حکومت جوړشوی د شمال لاره خطرناکه شوې ده."

رېدي ګل وايي، په دې وروستیو کې د کابل-جلال اباد لاره هم نا امنه شوې ده:

"همدا اوس له جلال اباده راغلم، لاره يې ډیره خطرناکه شوې ده، پرلاره خلک ناست و، څوک چې دولتي وظیفي لري له موټرو يې کښته کوي، لاره د لغمان په ساحو کې خرابه ده. مزار ته ځم خلک وايي چې دا لاره هم خرابه شوې ده."

د افغانستان جمهور رييس اشرف غني ویلي چې د افغانستان دښمنان له امنېتي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري د همدې له امله په لویو لارو کې بې ګناه خلک وژني.

ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ تاکید وکړ چې د لویو لارو د امنیت خوندېتوب ته به له هر ډول امکاناتو کار واخلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG