د پاکستان د سياسي او افغان چارو ځيني څارونکي وايي، امريکا او متحدين يې د افغانستان وروستي وضعيت اندېښمن کړي، نو همدا لامل دى، چې د پاکستان په ګډون يې د ځينو نورو هېوادونو له چارواکيو سره په اړه خبرې زياتې کړي دي.
دوى دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې د پاکستان يوه جګپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ له يوه امريکايي چارواکي سره د افغانستان د سولې د پروسې په ګډون په ځينو مهمو مساېلو خبرې کړي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم نوازشريف ځانګړي سلاکارطارق فاطمي په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا له سرپرست ځانګړي استازې لاوريل ميلز سره کتلي او ورته ويلي يې دي، چې هېواد يې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
ښاغلي فاطمي په دې لیدنه کتنه کې له افغانستان سره د پاکستان د رغنده او باوري اړیکيو د درلودلو لپاره د خپل هېواد هیله په ډاګه کړې ده او همدا راز يې د سيمې سوله او امنيت د افغانستان په سولې او امنيت پورې تړلى دى.
د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا سرپرست ځانګړې استازې په داسې وخت کې اسلام اباد ته سفر کړى، چې ټاکل شوې د پاکستان د پوځ لوى درستيز به د روانې مياشت په ١٥مه نېټه له امريکايي چارواکيو سره د افغانستان په ګډون پر ځينو مساېلو د خبرو لپاره دې هېواد ته لاړ شي.
په عين حال کې د پاکستان د سياسي او افغان چارو ځيني کارپوهان دې هېواد د امريکا د جګپوړي چارواکي وروستي سفر ته په اشاره وايي، امريکا او متحدين يې د افغانستان په وروستي اندېښمن ښکاري، نو ځکه يې د پاکستان په ګډون له ځينو هېوادونو سره په دې اړه خبرې زياتې کړي دي.د سياسي او افغان چارو کارپوه شميم شاهد په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:
"که تاسو وګورئ نو په تېرو ورځو کې نواز شريف صيب هم امريکې ته تللى و او اوس راحيل شريف صيب هم امريکې ته روان دى او پرون راحيل شريف نوازشريف سره هم ملاقات کړى دى. ددې ټولو ملاقاتونو او هلو ځلو غټ مقصد دا دى، چې په دې علاقه کې حالات څنګه په قابو کې راشي؟
امريکا او د امريکې اتحاديانو تر ٩\١١ وروسته په افغانستان کې ډېر زيات کومک کړى دى په دوباره ابادۍ کې د هغې ځاى د ادارو په جوړولو کې. اوس هلته چې کله حالات خرابېږي، نو ظآهره خبره ده، چې په دې امريکا او د امريکې اتحاديان هغوى هم ډېر زيات خپه دي، په دې وجه هغوى غواړي چې افغانستان کې امن راشي."
په بهرنيو چارو کې د ښاغلي شريف ځانګړي سلاکار امريکايي چارواکي ته د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو د پرمخ بيولو ملاتړ څرګند کړى او په دې لړ کې يې د خپلې مرستې يادونه هم کړې ده.
که څه هم شميم شاهدهم د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول مهم ارزوي، خو ددې ترڅنګ وايي، اوس دا پاکستان پورې اړه لري، چې په دې لړ کې څنګه رول لوبوي:
"اوس دا پاکستان پورې اړه لري، چې دوى څومره کردار لوبولى شي؟ ځکه چې يو خبره ډېره زياته واضحه ده، چې افغانستان کې امن نه وي، نو په پاکستان کې به امن نه وي او کله چې په افغانستان کې تشدد زياتېږي، نو د ټولې نړۍ ګوتې پاکستان ته رااوړي، ددې وجې نه پاکستان نه د خلکو ډېر امېدونه دي. نو اوس ګورو چې پاکستان د امريکې او افغانستان اميدونه تر کومې پورې پوره کوي."
د افغانستان و پاکستان لپاره د امريکا سرپرستې ځانګړې استازې په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړى، چې په دې هېواد کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات په ټپه درېدلي دي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان سياسي او پوځي چارواکي د افغان خواوو ترمنځ مذاکرات په افغانستان د تلپاتې سولې لپاره مهم بولي او ددې لړۍ د بيا پيلېدو هيله څرګندوي.
راپور: ذبيح شفق