د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۰

فراهي:د طالبانو د جلاشوي ډلې مرستیال منصوردادالله وژل شوی


د ملارسول په مشرۍ د طالبانو د جلاشوي ډلې د مرستیال منصور دادالله د مړینه په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي دي.

د زابل د امنیه قومندانی د امنیت امر غلام جیلاني فراهي ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی داد الله تیره شپه په خاک افغان ولسوالۍ کې د اخترمحمد منصور د پلویانو له خوا وژل شوی دی.

په همدې حال کې د زابل د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بیان هم د ملامنصور داد الله د مړینې په اړه وایې، چې دی له ارزګان څخه زابل ته پر لاره وژل شوی دی:

"زموږ د معلوماتو له مخې چې قومي مخورو راسره شریک کړي دي، هغه وایي دی له ارزګانه را روان و، طالبانو معلومات درلودل، کمین یې ورته نیولی و او وژل شوي دي."

خو د ملارسول د ډلې بل غړي عبدالمنان نیازي له ازادي راډيو سره خبرو کې د منصور داد الله مړینه رد کړه او ویې ویل چې هغه یوازې ټپي شوی دی.

د ملا دادالله او ملا منصور پلویانو څو ځله په زابل کې خپلو کې نښتې کړي دي.

XS
SM
MD
LG