کابل: د ۷کسانو د سر پرې کېدو د غندنې په اړه مظاهره لادوام لري
په کابل کې د اوو کسانو د سر پرې کېدو د غندنې په اړه د لسګونه زرو کسانو لاريون لا هم دوام لري. مظاهره کوونکو د هغو اوو کسانو مړي چې په زابل کې یې سرونه پرې شوې د ارګ مخې ته راوړي او د ملي وحدت حکومت د مشرانو د استعفی غوښتنه کوي. دا مظاهره نن سهار پیل شوې خو تر اوسه هیڅ دولتي مقام د دغو مظاهره کوونکو په وړاندې حضور نه دی پیدا کړی. دوی له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د دې پیښې عاملین او برمته نیونکي وپیژني او محاکمه یې کړي.