د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۳

په کابل کې له زده کوونکو سره د قرطاسیې د مرستې پروګرام پیل شو


د کابل ښار د ښوونځیو له زده کوونکو سره د قرطاسیې د مرستې پروګرام پیل شو.

د پوهنې وزارت مسوولین دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ د امنه فدوي له لیسې پیل کړ.

د پوهنې وزیر زده کوونکو ته د موادو د ویش پر مهال وویل، د مرستو دا لړۍ به د دولت د اړوندو ارګانونو او خصوصي سکتورپه مرسته د هېواد په نورو ولایتونو کې هم پیل کړي، زده کوونکي د حکومت دغه اقدام ستایي.

زده کوونکو ته د ډالۍ په نامه دا پروګرام چې د سه شنبې په ورځ د کابل ښار د امنه فدوي په ښوونځي کې پیل شو، د کتابونو بیکونه، کتابچې، قلمونه، پنسلونه او د زده کړې نور ضروري لوازم په کې شامل وو.

د افغانستان د پوهنې وزیراسداله حنیف بلخي پر زده کوونکو د دې موادو د ویش پرمهال وویل، د هېواد د اکثرو بې وزلو زده کوونکو اقتصادي ستونزو په کتو سره هڅه کوي چې دا پروګرام ادامه ومومي او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم پیل شي:

"هیله مند یم چې دا روحیه د افغانستان په ټولو خلکو کې فعاله شي، ما له دولتي ارګانونو، مدني ټولنو او خصوصي سکتور سره خبرې کړي چې دا پروګرام په ټول هېواد کې پیل کړو، څو په کلیو او ولسوالیو کې هم بې وزلو زده کوونکو سره مرستې وشي."

مسوولینو بیا ویل، د دې موادو په تیارولو کې د دولت ځینو اړوند ارګانونو او ملي پانګوالو برخه اخیستې ده.

دوې زیاته کړه، د افغانستان خلک سره له دې چې بې وزلي دي، خو تر اوسه یې د پوهنې له نظام سره اته سوه میلیونه افغانۍ مرسته کړې او شاوخوا اوه سوه جریبه ځمکه یې د پوهنې وزارت ته ډالۍ کړې ده.

د پوهنې وزارت مسوولینو دا هم وویل، بې وزلو زده کوونکو ته د ډالۍ په دې پروګرام کې، د افغانستان ملي راډیو تلویزیون تر نورو زیاته ونډه لرلې او له خپل اړخه یې یوه اندازه نغدې پیسې هم برابرې کړي دي.

د ملي راډیو تلویزیون عمومي ريیس زرین انځور وویل، زده کوونکي د هېواد راتلونکې جوړوي او پکار ده چې ستونزې يې تشخیص او اوارۍ ته یې د یو ملي پروګرام له لارې عملي هڅې پیل شي.د امنه فدوي د ښوونځي زده کوونکو دغه اقدام وستایه.

د نادېې په نامه یوې زده کوونکې ازادي رادیو ته وویل:

"زه خوښه یم چې موږته یې دا مواد راکړل، په دې کې هغه شیان شامل دی چې زموږ ضرورتونه پرې حلیږي."

د پوهنې وزیر دا هم وویل چې د ښوونځيو ودانیو، د مسلکي ښوونکو روزلو او د استادانو د ستونزو د حل لپاره یې هڅې تیزي کړي دي.

په دې ورځ زده کوونکو ته د مرستو د ویشلو دا پروګرام د صدیق پسرلي او رحمان بابا په ښوونځیو کې هم ترسره شو.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG