د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو د هغو راپورونه په اړه چې وایي، د ننګرهار په پوهنتون کې یو شمېر محصلینو د داعش او طالبانو ملاتړ کړی عکس العمل ښکاره کړ او د دغو محصلانو دغه حرکت یې د ثبات او تحصیلي نظام په زیان وباله.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، دا مساله جدي څیړلي.
ایا محصلانو ته پکار ده چې په دا ډول خوزښتونو کې ځانونه ښکیل کړي، دا مساله د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد ودیر صافي څخه د مرکې په پیل کې کړې ده. هغه په ځواب کې وویل: