د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۹

د ټاپي پروژي په بېلابېلو اړخونو باندې بحثونه روان دي


د افغانستان د کانونواو پترولیم وزارت وايي، د ټاپی پروژې د کارد پیلولو لپاره د دوې تخنیکي ناستې رواني دي او په نږدې راتلونکې کې به د کارد پیلولو لپاره یو هراړخیزتطبیقي پروګرام جوړشي.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمینځ د ټاپي د پروژې د پیلولو په اړه؛ د ترکمنستان د جمهور ریيس له اعلانه وروسته؛ افغان چارواکي هم وايي چې د دې پروژې د پلي کولو لپاره تخنیکی ناستې روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به ورته یوجامع تطبیقي پروګرام جوړ کړي.

د افغانستان د کانونواو پټرولیم د وزارت مرستیال ابراهیم ازهر ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال په ترکیه کې هم د ټاپي پروژې په اړه د ښکیلو هېوادونو د استازو غونډه روانه ده.

ښاغلي ازهر وویل چې په دې ناسته کې د یادي پروژې په تخنیکي، مالي، امنیتي، ظرفیتي او داسې نورو اړخونو مسلکي بحثونه کیږي:

"همدا اوس د کانونو او پټرولیم او د ماليې د وزارتونو استازي په ترکیه کې دي؛ د پروژې پر مقد ماتي او تخنیکي موضوعګانو بحث کوي چې د کار د رسمي پیلولو لپاره یې؛ وروستۍ پرېکړه وکړي. ان شاء الله په دې نږدې راتلونکی کې به د دې پروژې د کارونو د پیل شاهدان اوسو."

افغان چارواکي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د ترکمنستان جمهور ريیس د هغه هېواد اړوندو ادارو ته حکم کړی چې په خپله خاوره کې دې د ټاپي د پروژې کارونه؛ د روان میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې پیل کړي.

د ټاپي پروژه په سیمه کې یوه ستره اقتصادي پروژه ده چې له مخې یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې؛ پاکستان او هندوستان ته د ګازو نللیکه غځول کیږي.

د دې پروژې تړون د یو زرو درې سوه نهه اتیایم لمریزکال د قوس په میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان ترمینځ لاسلیک شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې ده چې دا پروژه د نړېوال بانک د لس میلیاردو ډالرو په لګښت تر دوه زره اتلسم میلادي کال پورې بشپړه شي.

د دې نللیکې اوږدوالی یوزرو اته سوه کیلومتره ښودل شوی چې اوه سوه پنځه دېرش کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تیریږي او د درې دېرش میلیاردو کیوبک مټرو اوبلنو ګازو د لیږدولو ظرفیت لري.

د اقتصادي چارو پوهان وايي؛ د ټاپي دپروژي پلې کیدل به افغانستان ا وسیمه کې پر امنیت او اقتصاد مثبت اثر وکړي.

د دې کارپوهانو له ډلې عبدالله واحد یار ازادي راډیو ته وویل:

"په سیمه کې د خلکو لپاره د کار زمینه برابرېدل دي؛ بل، افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ګټو محراق ګرځي؛ دا په دې معنی چې همسایه ملکونه لکه پاکستان، ایران، تاجسکتان او ازبکستان بیا هېڅ کله نه غواړي چې په افغانستان کې نا امني واوسي."

ځینې کارپوهان بیا تاکید کوي چې افغان حکومت دې د دې پروژې د امنیت لپاره د سیمې د هېوادونو کوم چې په دې پروژه کې شامل دي؛ مرسته وغواړي.

له دې وړاندې کورنیو چارو وزارت هم د دغې پروژې لپاره د امنیت ډاډ ورکړی؛ خو له خلکو سره یوه اندېښنه دا ده چې دا پروژه له هغو سیمو تیریږي چې امنیت په کې ښه نه دی.

XS
SM
MD
LG