د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۴

"اسلام اباد او کابل دې د يو بل دښمن خپل شريک دښمن وګڼي"


د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان.
د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان پر پاکستان او افغانستان غږ کړى چې د يو بل دښمن دې شريک دښمن وبولي او په دې لار کې موجود خنډونه له منځه يوسي.

نوموړى همدراز وايي، د امن او پرمختللي افغانستانه پرته، د پر امنه او خوشحال پاکستان سوچ لېونتوب دى او پر اسلام اباد او کابل يې زور راوړ چې په افغانستان او پاکستان کې دې د امن او سولې لپاره ګډ ګامونه پورته کړي.

نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ له افغانستانه د عوامي نيشنل ګوند د پخواني غړي ارواښاد افضل خان لالا د فاتحې لپاره راغلي يوه جګپوړي دولتي او ولسي پلاوي ته په وينا کې وکړې.

په دغه ٤٦ کسيز پلاوي کې چې مشري يې د افغانستان د مرستيال اجرایيه رييس انجنير محمد خان کوله؛ د دې هېواد د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال؛ د افغان کابينې ځينې وزيرانو، د ولسمشر سلاکارانو، د سولې د عالي شورا او پارلمان غړيو او ګڼ شمېر قومي او مخورو مشرانو په کې برخه لرله.

دغه پلاوي د پېښور په بلور هاوس کې د عوامي نېشنل ګوند او د افضل خان لالا د کورنۍ له غړيو سره ليده کاته وکړه؛ د ارواښاد په اړه يوې جوړې شوې تعزيتي غونډه کې يې برخه واخيسته او د غونډې ګډونوالو ته يې د هغه په اړه يې ويناوې وکړې.

دغې تعزيزي غونډه ته د افغان ولسمشر د سياسي چارو ځانګړي سلاکار ډاکټر اکرام خپلواک د افضل خان لالا په مړينه د افغان ولسشمر د خواشينۍ پېغام ولوست او ويې ويل:

"ارواښاد افضل خان لالا په سيمه کې د تاوتريخوالي، بې عدالتۍ او شخړو مخالف و او ټول عمر يې د افغان ولس د پېوستون، يووالي، پرمختګ، تعليم او خپلواکي لپاره مبارزه وکړه.

له نېکه مرغه له افضل خان لالا سره مې د ده د مړينې يوه ورځ مخکې د ټليفون له لارې خبرې وشوې. د ټليفوني خبرو پر مهال يې راته وويل چې ته يواځې ولسمشر نه يې، بلکې د قوم مشر هم يې. نو هيله مې دا ده، چې د دغه قوم د يووالي، سوکالي، نېکمرغۍ او پرمختګ لپاره سره متحد او يو لاسي اوسې او سوله د هر افغان تر کوره چې د دوى ډېره سخته اړتيا ته ورسوې."

د غونډې ويناوالو نه يواځې په پاکستان او افغانستان، بلکې دسيمې د امن لپاره د افضل خان لالا هڅې وستايلې او د هغه د مبارزې د جاري ساتلو هيله يې وښوده. د افغان پلاوي غړي او د افغان ولسشمر سلاکار حاجي دين محمد په دې اړه وويل:

"د دې اور طبيعت دا دى چې هرې لور ته خورېږي. لکه څنګه چې خان لالا يو هدف ځاهته ګرځولى و او دا کوشش يې کاوه چې ټول پښتانه په دې کې سره لاس ورکړي او د دغه اور د بلېدو او زياتېدو مخه دې ونيسي."

د افغان پلاوي مشر او د افغانستان مرستيال اجرايه رييس انجنير محمد خان غونډې ته په وينا کې د عدم تشدد او ارواښاد افضل خان د لارې او نظريې ملاتړ وکړ او ويې ويل:

"که نن افضل خان لالا زموږ او ستاسو په منځ کې نشته؛ ولې د هغه فکر ژوندى پاتې دى او ان شاء الله دا بۀ دوام پيدا کوي. پښتانه کله هم په دنيا کې د تشدد غوښتونکي نه دي؛ البته يوه خلا لري، زهرجن الفاظو چې ظاهراً په عسلو کې پټ دي، په دې باندې غلط شوي دي او اميد دى چې په اينده کې د الفاظو او د دغسې فکرونو ښکار نه شي."

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان دغې تعزيتي غونډې ته په وينا کې د جګپوړي افغان پلاوي مننه وکړه او ويې ويل؛ که څۀ هم دا سياسي غونډه نه ده، خو په پاکستان او افغانستان کې د امن لپاره دې کابل او اسلام اباد ګډې هڅې وکړي:

"د مترقي افغانستان نه بغېر که څوک د مترقي پاکستان سوچ کوي؛ نو دا د لېونو سوچ دى. دا موجوده ريیس جمهور اشرف غني صيب چې کله راغى؛ اسلام اباد ته راغى او په کومه طريقه چې د ده خبرې اترې وشوې او بيا نواز شريف صيب درغى او ويل يې چې ستا دشمن زما دشمن او ستا دشمن زما دشمن؛ زما خاوره به ستا خلاف نه استعمالېږي او ستا خاوره دې زما خاوره نه استعمالېږي.

نو موږ ډېر خوشحاله وو. اوس ښکاري داسې چې په هغې کې ډېر خنډان دي. کېنئ چې کوم خنډان هغې کېکې دي هغه ټول خنډان لرې کړئ او په حقيقت کې دا فيصله وکړئ چې ستا دشمن زما دشمن او زما دشمن ستا دشمن. ستا د کوره به په ما ډز نه کېږي او زما د کوره به په تا."

د عوامي نېشنل ګوند جګپوړى غړى او ملتپال سياستوال افضل خان لالا د روانې مياشت په لومړۍ نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله د اسلام اباد په يوه روغتون کې د ٨٤ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د يادونې وړ ده، چې له افغانستانه راغلي دغې دولتي او ولسي پلاوي غوښتل، چې د افضل خان لالا د فاتحې لپاره د هغه پلرني ټاټوبي سواتته ورشي، خو د خيبر پښتونخوا حکومت د امنيتي ستونزو له امله هغوى ته سوات ته د تلو اجازه ورنه کړه.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG