د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۷

د کرکټ د شپږیزو سیالیو د پنځمې ورځې لوبې سپین غر زمریانو او امو نهنګانو وګټلې


په کابل کې د شپږیزو په نوم د کرکټ میلې نمایي مزل وواهه چې په کې پنځمه ورځ د سپین غر زمریانو او د امو نهنګانو وه.

لومړی لوبه چې د سپین غر بازانو او د بُست ساتونکو تر منځ وه؛ په کې لومړی توپ وهنې ته د بُست ساتونکي راښکته شول.

د شاپور ځدراڼ تر مشري لاندې یادې لوبډلې په روانو سیالیو کې تر اوسه ډېر هدف سیالې لوبډلې ته وټاکه.

دغه هدف د منیر احمد د ۶۹، کبیر عمر د ۳۴ او عثمان غني د ۳۲ منډو په مټ تر ۱۶۸ لوړ شو.

خو په مقابل کې یې سپین غر زمریانو هم تېزه لوبه پیل کړه او د نولسم اور په لومړی بال یې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره دغه هدف پوره او لوبه یې وګټله.

سپین غر زمریانو د شبیر نوري ۶۹؛ سمیع الله شینواري ۳۴ او مسلم موسی ۲۶ منډو په مټ د روانو سیالیو دغه لوړ هدف پوره کړ.

غرمه مهال بیا دویمه سیالي د کابل مشعل او امو نهنګانو تر منځ وه چې د کابل مشعل لوبډلې په ماتې تمامه شوه.

د اضغر ستانکړي تر مشری لاندې کابل مشعل لوبډلې په ټاکل شوو ۱۹ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې جوړې کړې.

د دغې لوبډلې پیاوړي لوبغاړي شهزاد محمدي یو ځل بیا له پیله تیز بیټنګ پیل کړ او په ۳۵ توپونو یې ۶۲ منډې جوړې کړې چې په کې څلور شپږیزې او شپږ څلوریزې وې.

امو نهنګانو ته بیا دا هدف ډېر ګران تمام نه شو؛ بلکې د لوبې په اولسم اور کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو منډې تر ۱۴۰ واړولې.

د امو زون کپتان جاوید احمدي ۳۶ او میرویس اشرف ۳۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ټيم په بریا تمامه کړه.

د اضغر ستانکزي تر مشری لاندې د کابل مشعل لوبډلې تر اوسه څلور لوبې کړي چې دوه یې ګټلي او دوه یې بایللي دي امو نهنګانو هم د څلورو څخه دوه ګټلي دي. د شاپور ځدراڼ تر کپتانۍ لاندې بُست ساتونکو بیا تراوسه کړي ټولې درې سیالۍ بایللي دي.

د شپږیز سیالیو په شپږمه یعنې د یک شنبې په ورځ؛ مس عینک اتلان د سپین غر زمریانو پر وړاندې او د محمد نبي عیسی خېل تر مشرۍ لاندې بند امیر زون بیا د بُست ساتونکو سره سیالۍ ته وځي.

راپور: ‎‎‎‎یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG