پرون د بلوچستان په چمن سيمه کې د پوليو د ناروغۍ د مخنيوي لپاره د افغانستان او پاکستان د روغتيا چارواکو ګډه غونډه شوې، چې پکې يې د ډيورنډ پولې پر سر ماشومانو ته له پوليو څخه د ژغورنې د څاڅکو ورکولو د شپږو مرکزونو د جوړولو پرېکړه کړې ده.
د پنجشنبې په ورځ د افغانستان پولې ته څېرمه د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د افغانستان د سپين بولدک او د بلوچستان د روغتيا د وزارت چارواکيو د پوليو يا ګوزڼ د ناروغۍ د مخنيوي په اړه يوه ګډه غونډه وکړه، چې د يونيسيف او د روغتيا د نړيوال سازمان استازيو هم پکې ګډون کړى وو.
په دې غونډه کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه په دواړو هېوادونو کې د پوليو د مخنيوي پر ګډو هڅو خبرې وشوې. د بلوچستان د روغتيا په وزارت کې د پوليو د مخنيوي د بيړني مرکز مشر ډاکټر آفتاب کاکړ هم په دې غونډه کې ګډون کړى وو، نوموړي ازادي راډيو ته وويل چې په دې ګډه غونډه کې پر ډيورنډ کرښه د پوليو د مخنيوي د پينځو مرکزونو د جوړېدو پرېکړه وشوه:
″يو خو دا چې د پاکستان او افغانستان تر منځ له بارامچې تر ږوبه کومې شپږ لارې دي، پر دغو لارو به موږ زيات نظر ساتو او ماشومانو ته به له پوليو د ژغورنې څاڅکي ورکوو، دويم دا چې د دوستۍ پر ګډه دروازه موږ هره مياشت پينځويشت يا اته ويشت زره ماشومان واکسين کوو، د دې لپاره مو د طبي ډلو د زياتولو ستراتيژي جوړه کړې ده″
وويل شول چې هره ورځ د پولې دواړو غاړو ته شاوخوا څورلس زره تنه اوړي، چې په هغوى کې شاوخوا نهه سوه هغه ماشومان وي چې عمر يې تر پينځو کلونو پولې وي، خو وايي په هغوى کې يواځې شپږ سوه ماشومانو ته له ګوزڼه د ژغورنې څاڅکي ورکول کېږي او نور درې سوه ماشومان ځنې بې برخې وي.
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د عامې روغتيا رئيس ډاکټر رشيد الکوزي له لس کسيز افغان پلاوي سره په دې غونډه کې ګډون کړى وو، رشيد الکوزى وايي د دې غونډې ايجنډا يې يواځې د پوليو د مخنيوي پر لارو چارو خبرې کول وو او د دواړو هېوادونو د ورغتيا چارواکي په دې موافق شول چې پولې ته نيژدې د پوليو په مخنيوي کې له يوه بل سره مرسته وکړي او تر پوله اوښتونکى يو ماشوم هم د پوليو يا ګوزڼ د مخنيوي له څاڅکو پاته نه شي:
″پوليو داسې ناروغي ده چې دواړې خواوې ځنې متضررې کېږي، که دواړو غاړو ته ختمه شي د دواړو کاميابي ده، نو موږ پرېکړه وکړه چې د پولې دواړو غاړو ته کورونه له واکسينه پاته نه شي او دواړو غاړو ته که د واکسين ډلې څه اړتيا لري له يوه بل سره مرسته وکړو او په کومو سيمو کې چې د دوى ډلې لاسرسى نه لري هلته موږ ماشومام واکسين کړو، د پوليو د خطر د مخنيوي لپاره د دواړو هېوادونو ډاکټران کار کوي، چې پولي ختمه کړي″
د پونيسيف د اړيکو د شبکې مشر عبدالباسط غونډې ته ويلي، چې د افغانستان او پاکستان ګډې پولې ته څېرمه سيمو کې پخوا د هغو ماشومانو شمېر ١٣٠٠٠ وو، چې کورنۍ يې د پوليو له ناروغۍ د ژغورنې څاڅکي نه ورکول، خو وايي اوس د مدني فعالانو د عامه پوهاوي تر کمپاين وروسته په دې شمېر کې ډېر زيات کموالى راغلى دى. ډاکټر آفتاب کاکړ وايي، له دې وروسته به بلوچستان ته څېرمه په افغانستان او پاکستان کې د پوليو د مخنيوي څاڅکي په يوه ورځ ورکول کېږي:
″له دې وروسته به کمپاين په افغانستان او پاکستان کې په يوه نېټه کوو، چې دواړو غاړو ته ماشومان اوړي او هغوى ته له پوليو د ژغورنې څاڅکي ورکړل شي او له هغه وروسته موږ د ټي- وي او راډيو لپاره د عامه پوهاوي ځينې پروګرامونه جوړ کړي هغه افغان چارواکيو ته هم ورکوو، چې دوى يې په افغانستان کې د خلکو د پوهاوي لپاره خپاره کړي، بل دا چې د پوليو د روايښت لپاره زموږ او د افغان ديني عالمانو فتواوې هم له يوه بل سره شريکوو چې د پوليو منکرين پاته نه شي″
د يادونې وړ ده چې په روان ٢٠١٥م کال کې د افغان او پاکستاني چارواکيو دا درېيمه غونډه ده، چې په چمن ښار کې کېږي، تر دې وړاندې هم د پوليو د مخنيوي لپاره دوې غونډې شوې وې او ټاکل شوې چې په را روانه دسمبر مياشت کې به هم بيا دې ته ورته بله غونډه کېږي. دا چې پوليو اوس په ټوله نړۍ کې يواځې په افغانستان او پاکستان کې پاته ده، نو د له منځه وړلو لپاره يې د دغو دواړو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا ده، ځکه چې د دواړو هېوادونو تر منځ هره ورځ زرګونه خلک تګ راتګ کوي.
رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه