د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

وزیري: د مشکوکو الوتکو له خوا د طالبانو د اکمالولو مساله څېړو


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې یوځل بیا د بغلان او بدخشان ولایتونو کشفي او استخباراتي ارګانونو ته لارښونه شوې چې د یادو ولایتونو په ځینو سیمو کې وسله والو مخالفانو ته د الوتکو له لارې د مهماتو رسولو موضوع وڅیړي.

وروسته له هغې چې د افغانستان په یوشمېر شمالي ولایتونو کې د وسله والو مخالفانو حملو زور واخیست؛ ورسره یو ځل بیا داسې انتقادونه مطرح شول چې ګواکې وسله والو مخالفانو ته د مشکوکو الوتکو په واسطه د هوا له لارې پوځي اکمالات ترسره کیږي.

خو د افغانستان دفاع وزارت دا یوه شایعه بولي او وايي چې په دې برخه کې کره اسناد موجود نه دي؛ څو ثابته کړي چې طالبانو ته د هوا یا بلې لارې اکمالات ترسره کیږي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ که څه هم له دې وړاندې د ځینو ولایتونو سیمه ییزو چارواکو دا ډول څرګندونې ردې کړې وې؛ خو یوځل بیا د دې ولایت چارواکو ته په دې اړه د پراخو څېړونو لارښونه شوې ده:

"په بدخشان ولایت کې مو هم کشفي ارګانونو ته لیکلي او دوی د بدخشان له سمه ییزو ارګانونو سره په اړیکې کې دي. په بغلان کې هم تېره ورځ دا ډول مساله مطرح شوې ده؛ نن سهار مو کشفي او استخباراتي ارګانونو ته دا موضوع سپارلې ده چې دوی په دې برخه کې څېړنه وکړي او وګوري چې دا دورغ ده او که رښتیا."

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کیږي چې په دې وروستیو کې په ولسي جرګه کې د بغلان یوه استازي وسله والو طالبانو ته د مشکوکو الوتکو له لارې د مهماتو رسولو په موضوع اندېښنه ښکاره کړه.

د ولسي جرګې دغه غړی ټینګار کوي چې په خپلو سترګو یې لیدلي چې د دې ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې مشکوکې الوتکې وسله والو مخالفانو ته پوځي مهمات لیږدول.

له دې وړاندې، دې ته ورته اندېښنې هم مطرح شوې وې چې تاجکستانۍ الوتکې له بدخشان ولایت څخه کني مواد انتقالوي او همدارنګه وسله والو مخالفانو ته پوځي مرستې هم رسوي.

همداراز ویل کیږي چې له دې سربېره یوشمېر مشکوکو الوتکې په بدخشان، بغلان، د پکتیا زرمت او لوګر ولایتونو کې وسله وال طالبان اکمالوي.

که څه هم د بدخشان ولایت چارواکو دا مساله رد کړې؛ خو اوس د بغلان چارواکي وايي چې په دې اړه کوم اسناد نه دي موجود چې یاده موضوع ثابته کړي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالرشید بشیر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"تر کومه چې امنیتي ځواکونه پوهیږي دا تر یوه موضوع شایعه ده او موږ هم دا ډول شایعات اورېدلي دي؛ د ځینو په اړه مو ځیړنې هم کړې؛ خو څه مو نه دي ثابت کړي چې طیارې دې کېناستلې وي او دا کار دې ترسره کړی وي. تراوسه په دې اړه څه مستند شی په لاس نه دي راغلي؛ د بلغان امنیتي ځواکونو دا موضوع څیړلې او اوس یې هم څیړي."

له بل پلوه ولسي جرګې هم دې موضوع اندېښمنه کړې او د دې جرګې دفاعي او د کورني امنیت کمېسیونونو ته یې دنده سپارلې چې د امنیتي او کشفي ارګانونه مسوولین په دې اړه خپلو کمېسیونو ته راوغواړي او پوښتنې ورنه وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG