د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د بند امیر ښامارانو او د کابل مشعل کرکټ لوبډلو خپلو سیالانو ته ماته ورکړه


په کابل کې د شپږیزو په نوم د پیل شوو سیالیو د دویمې ورځې سیالۍ د بند امیر ښامارانو او د کابل مشعل لوبډولو وګټلې.

د شپږیزو سیالیو په دویمه ورځ که د لوبډلو هدف یوې بلې ته نسبتاً کم و؛ خو په ټوله کې سیالۍ د لیدلو وړ وې.

د دغې ټورنمنټ د دویمې ورځې په لومړۍ سیالۍ کې د بُست ساتونکي د کابل مشعل لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شوه چې د سیالۍ اورونه د باران له امله هم کم شوي وو.

بُست ساتونکو په ۱۳ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۹۰ منډې جوړې کړې چې په کې تر ټولو ډېرې منډې ۲۱ د رحمت شاه وې.

په بدل کې د کابل مشعل لوبډله بیا و توانیده چې په یوولسم اور کې دغه سیالي په اتو ویکټو وګټي.

د دغې لوبډلې لوبغاړو نجیب تره کي ۲۹ او شهزاد محمدي ۲۷ منډې جوړې کړې او نور لوبغاړي ناسوځيدلي پاتې شوو.

د دغې ورځې دویمه سیالي بیا د محمد نبي عیسی خېل تر مشري لاندې د بند امیر ښامارانو او شفیق الله شفق تر کپتانۍ لاندې د سپین غر بازانو تر منځ وه.

د دغې سیالۍ لومړی پاڼه برابره تمامه شوه؛ یعنې بند امیر ښامارانو په پوره بالونو د سپین غر بازانو جوړې کړي منډې ۱۲۳ پوره کړې؛ خو د ګټې یوه نمره یې خپله نه کړه.

دا لوبه سوپر اور شوه او په وروستي اوور کې محمد نبي عیسی خېل د دوه شپږیزو او د پنځو نورو منډو سپن غر بازانو ته د نولس منډو هدف وټاکه.

د سوپر اور لپاره هم خپله د بند امیر لوبډلې کپټان محمد نبي عیسی خیل توپ اچونې ته راغی؛ په دوه پرلپسې بالونو یې دوه ویکټې وسوځولې او دا لوبه یې د خپل ټيم په بریا پای ته ورسوله.

دا په روانو سیالیو کې د بند امیر او د کابل مشعل لوبډلو لومړی بریا شوه؛ په داسې حال کې چې بند امیر زون تیره ورځ خپله لوبه د مس عینک اتلانو ته بایللي وه.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د پنجشنبې په ورځ بیا امو نهنګان د کابل مشعل لوبډلې او سپین غر بازان بیا په دریمه سیالۍ کې د بست ساتونکو په وړاندې لوبیږي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG