د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

په افغانستان کې د ښځینه پولیسو د جلب او جذب لپاره کمپاین پیل شو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ښځینه پولیسو لیکو ته د جلب او جذب عمومي کمپاین پیل کړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ښځینه پولیسو ته د جذب پخواني کمپاینونه بریالي بولي او د سږ کال لپاره یې د ښونځیو له لارې دا پروسه بیا پیل کړه.

د کورنیو چارو وزارت دغه کمپاین په کابل کې د یوه ښوونځي د ښځینه زده کوونکو تر منځ د واليبال سیالیو له لارې پیل کړ او وايي چې دغه لړی به د مرکز او ولایتونو ښوونځیو ته وغځوي.

د دغه وزارت د جنډر د برخې مسوولې حکمت شاهي ازادي راډيو ته وویل چې د داسې کمپاینونو له لارې د جلب او جذب پروسه پیاوړي شوې او د پخوا په پرتله ډيرې ښځې د پولیسو لیکو کې د خدمت لېوالتیا لري.

هغه وايي چې په بدل کې د وزارت د جلب او جذب شرایط ښه شوي او جذب شوو ته امتیازات هم ډېر شوي دي:

"د کورنیو چارو وزارت تصمیم لري چې له دې وروسته په جلب او جذب کې دقت ډير وي او د دې کار لپاره یې یو مهم طرزالعمل ټاکلی دی.

قانوني عمر ته رسېدل، د کورنۍ اجازه او د ناروغیو څخه خلاصی زموږ شرایط دي؛ هغه خویندي را غواړو چې عمر یې پوره وي او سواد یې زده وي. موږ بیا د جذب څخه وروسته د دوی لپاره ښه سهولتونه لرو."

اغلي حکمت شاهي وايي چې د ورزشي لوبو، ناستو او خبرو اترو له لارې غواړي د ښوونځيو د ښځینه زده کوونکو او ښځینه پولیسو تر منځ اړیکې پیاوړي کړي او هغوی د دوی له کاره اغیزمنې شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د څو کلونو راهیسې د ښځينه پولیسو په ډېرېدو ټینګار کوي؛ خو ویل کیږي چې د ټولو هڅو سره ـ سره یې ټاکلی هدف نه دی پوره کړی.

دا وخت د پولیسو په لیکو کې ۲۷۰۰ ښځې په وظیفو بوختې دي؛ خو د کورنیو چارو وزارت پنځه زرو ته د دغې شمېرې د رسېدو اراده لري.

افغان حکومت داسې مهال د ښوونځیو څخه د دغې شمېرې پوره کېدو ته پاملرنه ډېره کړي چې په سړو سیمو کې زده کوونکي له دولسم ټولګي فارغیږي او تر ډېره په هغو شرایطو برابرې وي چې حکومت پرې ټينګار کوي.

په کابل کې د ملالۍ لیسې یوه زده کوونکې چې د واليبال په لوبه کې یې هم ګډون کړی د وطن خدمت یوازې د نارینه وو کار نه بولي بلکې وايي چې که هڅونه او سهولت ورته برابر وي دوی د داسې پروګرامونو نتایجو ته خوشبینه دي:

"زموږ یو هدف دا دی چې په وطن کې خدمت وکړو؛ موږ کولای شو لکه د نورو کارونو تر څنګ د پولیسو په لیکو یا د ورزش له لارې په خپل وطن کې خدمت وکړو."

ویل کیږي چې دمګړۍ دوه لکه شاوخوا پولیس دي؛ خو په ډېرو ځایونو کې د ښځینه پولیسو اړتیا لیدل کیږي چې موجوده شمېره بیا ورته بسنه نه کوي.

امنیتي چارو کارپوهان وايي، که د امتیازاتو له ډېرېدو او یا هرو بلو لارو ممکنه وي باید افغان حکومت د ښځينه پولیسو ډېرېدو ته هم پاملرنه زیاته کړي او د نورو کلونو لپاره نباید د هدف نه پوره کیدو خبره تکرار شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG