د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

اشرف غني: چین سټراتیژیک شریک او په افغانستان کې د سولې د راوستلو لامل دی


که څه هم افغان حکومت په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د پایښتي سولې او ثبات لپاره هڅې کړې دي؛ خو ویل کېږي چې دغو هڅو تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې.

ولسمشر غني وايي، چین او د افغانستان نور سټراټیژیک هېوادونه باید لومړی د افغانستان او پاکستان تر منځ او بیا د سیمه ییزې پایښتي سولې لپاره ګډ او دوامدار اقدامات وکړي.

ښاغلي غني د سه شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او چین د اړیکو د شپېتمې کلیزې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې وویل چې چین د سیمه ییز ثبات په برخه کې سټراتیژیک شریک او په افغانستان کې د سولې د راوستلو لامل دی.

ولسمشر غني وویل: "موږ د چین او خپلو سټراټیژیکو همکارانو لکه امریکا؛ اروپا، اسټرالیا او کاناډا همکاریو ته په یوه سترګه ګورو چې ټول له یو بل سره په ګډه د یوې پايېښتې سولې لپاره لومړی د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوو خپلواکو هېوادو د مساواتو له مخې او بیا د سیمې د سولې لپاره مشترک او دوامدار اقدامات وکړو."

ښاغلي غني دغه شان وویل، له بده مرغه افغانستان او چین چې سولې ته ژمن دي د سیمه ییز او نړېوال ترویزم له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان او چین د اړیکو شپیتم کال پوره شو او له همدې امله د چین د ولسمشر مرستیال کابل ته راغلی دی.

په دغه کتنه کې د افغان او چیني چارواکو تر منځ درې تفاهم لیکونه هم لاسلیک شول.

دغه درې تفاهم لیکونه د کابل په څلور دروازو کې د چاودېدونکو موادو د کشف د ماشینونو نصب د پوهنې له انسټیټیوټ سره د تخنیکي همکاریو او د ۷۹ میلیونو ډالرو په ارزښت د استوګنې د لسو زرو کورونو جوړول دي.

په ورته وخت کې د چین د جمهور رییس مرستیال "لي یوان چاو" وايي؛ دوی هیله لري چې هر څومره ژر چې کېږي افغانستان ته سوله راشي.

"موږ د افغانستان د وضیعت د ښه کېدلو غوښتونکي یو؛ چین د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې او له ګوانډیو هېوادونو سره یې د اړیکو په ښه کولو کې له دغه هېواده ملاتړ کوي چې به اوس او په راتلونکي کې د افغانستان یو ملګری او د اعتماد وړ هېواد وي او موږ هیله لرو چې په دغه هېواد کې ژر تر ژره یوه پایښتي سوله ټینګه شي."

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې چین د نړۍ له پیاوړ هېوادونو څخه دی او له پاکستان سره هم نږدې اړیکې لري او کولای شي؛ پاکستان دې ته اړ کړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې رېښتینې همکاري وکړي.

افغانستان ته د چین د جمهور رییس د مرستیال سفر په داسې حال کې کېږي چې د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکې خړ پړ شوي له طالبانو سره د سولې خبرې هم ځنډېدلي دي.

بل خو افغانستان هڅه کوي چې د امریکا او ناټو تر څنګ د چین او روسیې په شان د سیمې د هېوادونو پوځي او اقتصادي مرستې هم راجلب کړي.

XS
SM
MD
LG