د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د افغانستان کرکټ د کورنیو ۲۰ اوریزو سیالیو دریم پړاو په کابل کې پرانیستل شو


د کرکټ نامتو افغان لوبغاړي له نړیوالو میدانونو څخه له رارستنېدو سره سم د هېواد په نامتو داخلي سیالیو کې د زونونو د نورو لوبغاړو تر څنګ لوبېږي.

د شپږیز ټورنمنټ د پیل رسمي مراسم د دوشنبې په ورځ ترسره شول خو د لوبډلو تر منځ بیا سیالۍ د سې شنبې په ورځ پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د نورو کلونو په پرتله به سږ کال شپږیزې سیالۍ بیل رنګ ولري او په کې له هر زونه تکړه لوبغاړي نیول شوي دي.

د بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې د کورني کرکټ د پیاوړتیا تر څنګ به د دغو سیالیو له لارې د افغانستان کرکټ بورډ ته د نورو لوبغاړو وړتیا ورمعلومه شي.

ښاغلی هوتک وايي: " دغه سیالۍ په خپل ډول کې بې سابقې دي تر ټولو ډيره تیاري ورته نیول شوې، افغانستان په راتلونکي کې مهمې سیالۍ لري د دغې ځایه به مونږ ته لکه د عثمان غني په څېر چې له همداسې سیالیو مو پیدا کړي وو لوبغاړي په لاس راشي، د دغو سیالیو لپاره ډېر کار شوی دی."

ښاغلی هوتک وايي چې دغه سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي او هره ورځ به دوه دوه سیالۍ ترسره شي.

د دغو سیالیو لپاره د کابل الکوزي کرکټ لوبغالي کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ بدلون هم لیدل کېږي چې د کرکټ مینه وال یې خوشحاله کړي دي.

د لیدونکو لپاره څوکۍ اېښودل شوي چې د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې به شاوخوا شپږ زره کسان وکولای شي له نږدې خپل اتلان وګوري.

د دغو لوبو د پرانیستلو مراسمو ته راغلو څو تنو مینه‎والو ازادي راډيو ته وویل خوشحاله دي چې خپل اتلان له نږدې ګوري او د خوښې وړ یوه لوبدله وهڅوي.

یو تن مینه‎وال وویل: "زه د کرکټ په تیره بیا د شل اوریزو سیالیو ډير شوقي یم، هڅه کوم چې دې ټولو مېچونو ته راشم او له نږدې یې وګورم، په دغو لوبډلو کې مې د سپین غر بازان د خوښې لوبډله ده. خوښېږم چې اتلان مې چې د هېواد لپاره یې ډېر کار کړی له نږدې ګورم."

یو تن بل مینه‎وال سیف‎الدین وايي: "نوم مې سیف‌الدین دی په قطار کې ولاړ یم چې د ننه لاړ شم او کرکټیان وګورم ډېر مې خوښېږي، تل یې مونږ ته مینه راکړې زما د مس عینک اتلان خوښېږي چې تېر کال يې سیالۍ ګټلي وه."

په دغو سیالیو کې د کابل بازانو، د مس عینک اتلانو، د سپین غر زمریانو ، د بند امیر ښامارانو، د آمو نهنګانو او د بست ساتونکو لوبډلې دي چې په کې د ملي، الف، نولس کلنو او د زونونو تکړه لوبغاړي اخیستل شوي دي.

د شپږیزو سیالیو لومړی پړاو سپین غر بازانو او دویم پړاو یې بیا د مس عینک اتلانو ګټلای وو خو د سږ کال اتلولۍ خپلولو لپاره بیا د جالبو سیالیو تمه کېږي.

راپور - یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG