د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

په ننګرهار کې ۶۹ زره ماشومان به د پولیو له واکسینه محروم پاتې شي


د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې هم د پولیو واکسین درې ورځينی کمپاین د یکشنبې په ورځ پيل شو.

د پولیو واکسین د کمپاین په دې پرانست غونډه کې د ننګرهار د روغتیا رييس ډاکټر نجیب کاموال وویل؛ دوی په پام کې لري چې شپږ لکه اووه ویشت زره ماشومان واکسین کړي،. خو په خبره يې د امنيتي ګواښونو له امله به په ننګرهار کې ۶۹ زره ماشومان د واکسینو له کمپاین څخه پاتې شي:

"په ننګرهار کې زموږ شپږ لکه اووه ویشت زره ماشومان ټارګیټ دي چې واکیسن يې کړو؛ خو متاسفانه په دې کې نهه شپيته زره ماشومان له واکسین څخه پاتې کيږي.

موږ کوشش کوو چې دا تعداد راکم کړو. دا ماشومان په اچین، کوټ، ده بالا او نورو ناامنو سیمو کې له واکسین څخه پاتې کیږي."

کاموال وايي، کومه سروې چې دوی ترسره کړې؛ د جلال اباد ښار د دوو سیمو په فاضله اوبو کې د پولیو وایروس علایم ليدل شوي.

دی وايي، له دې وایروس څخه معلومیږي چې دننه په ښار کې هم د پولیو مثبتې پيښې وجود لري:

"همدارنګه موږ چې کوم سمپل د جلال اباد ښار په دوه ساحو کې له اوبو څخه اخلو متاسفانه هغه هم مثبت دي؛ نو له دې څخه معلومیږي چې د ننګرهار په مرکز کې هم د پولیو وایروس موجود دی."

د روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د پولیو ۱۳ مثبتې پيښې ثبت شوي چې له دې څخه یوازې شپږ پېښې د ننګرهار په شیرزاد؛ بټي کوټ او اچین ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

راپور:شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG