د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

ویانا به نن د سوریې په اړه د نړېوالو غونډې کوربه وي


د څه باندې لسو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیران او جګپوړي ډیپلوماتان د سوریې پر کړکېچ د خبرو لپاره د اتریش مرکز ویانا ته رسېدلي دي.

د امریکا، روسیې، ایران، سعودي عربستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د څو نورو هېوادونو د استازو د نن ورځې خبرې به د سوریې پر بحران متمرکزې وې.

په سوریه کې د روسیې د هوايي حملو تر پیلېدو را وروسته دا لومړی ځل دی چې د دغو هېوادونو جګپوړي دیپلوماتان سره یوځای کېږي.

د لومړي ځل لپاره د سوریې په اړه په نړېوالو خبرو اترو کې ایران ګډون کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیرمحمد جواد ظریف او درې مرستیالان یې پرون ویانا ته ورسېدل.

پرون مازدیګر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د سوریې کورنۍ جګړې ته د حل لارې د موندلو په خاطر د خبرو لپاره د اتریش مرکز ویانا ته ورسېد.

ترلسو د زیاتو هېوادونو استازي دې غونډې ته، چې ډېره مهمه بلل شوې ده، استازي لېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار تام شانون ویلي، جان کري غواړي چې ایران او روسیې ته ووايي چې امریکا له نړېوالې ټولنې سره د سوریې پر کړکېچ همکارۍ ته تیاره ده او د سوریې ولسمشر بشاراسد هڅوي چې واک پرېږدي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، چې هېواد یې په وروستیو کې په سوریې کې هوايي حملې پیل کړي، تېره شپه ویانا ته ورسېد او ټاکل شوې ده چې نن د څو هېوادونو له جګپوړو ډیپلوماتانو سره د سوریې په اړه وویني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زخاروفا په مسکو کې وویل، د سوریې د دوستانو ډله دې هېواد ته سوله او امنیت راوستلی شي:"موږ باوري یوو چې دا ډول شیوې دقیقې نه دي، یو اړخیز اقدامات نه، بلکې د سوریې دوستان نوې، متحدې، سیکولرې او دیموکراتې سوریې ته سوله او امنیت راویستلی شي او دا هغه څه دي چې موږ یې غواړو."

د امریکا، روسیې، سعودي عربستان، ایران او ترکیې پر بهرنیو چارو وزیرانو سربېره د جرمني، فرانسې او بریتانیا، ایټالیا، عراق، مصر، لبنان، قطر، متحده عربي اماراتو او اردن جګپوړي ډیپلوماتان هم په دې غونډه کې برخه اخلي.

د سعودي عربستان د باندنیو چارو وزیر عادل الجُبیر له ریاض څخه بي بي سي ته وویل چې باید له واکه د بشاراسد د لېري کېدو لارې پرانستل شي:«که د سولې خبرې نه وي، موږ مجبوره یوو چې د سوریې د رژیم د مخالفانو ملاتړ وکړو.

موږ باید دا ملاتړ زیات کړو او باید د قدرت انډول بدل کړو ځکه چې په نهایت کې د بشاراسد د لېري کېدو لپاره لاره هوارېږي.»

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې فیډریکا موغیرني او د سوریې لپاره د ملګروملتو خاص استازی سټېفن دي میستورا هم په نننیو خبرو کې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG