د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

رحیمي: کابل ته د بندیانو لېږد یوه معموله پروسه ده


په داسې حال کې چې د هلمند له زندانه یو شمېر خطرناک بندیان د کابل زندانونو ته لېږدول شوي، د هلمند والي وايي چې دا، پلازمېنې ته د بندیانو د لېږد د عادي بهیر یوه برخه ده.

له دې مخکې رویټرز خبري اژانس د چارواکو له قوله په راپورونو کې ویلي و چې د هلمند پر مرکز د وسله والو طالبانو د سختو حملو په دوام ۱۵۰ خطرناک زندانیان کابل ته لېږودل شوي دي.

د هلمند والي وايي چې کابل ته د زندانیانو وخت ناوخت استول یو ورځنی او عادي بهیر دی.

میرزاخان رحیمي وايي، کله چې په محبسونو کې د زندانیانو شمېر زیات شي نو ځیني یې کابل ته لېږدول کېږي. ښاغلي رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د بندیانو لېږدول یوه معموله پروسه ده:"د هلمند له زندان څخه له معمول سره او د عادي پروسې په ترڅ کې ځیني هغه متهمان چې هلته شته انتقالېږي کابل ته. ممکن هلته درې، څلورسوه کسان وي او که پنځوس- شپېته تنه یې انتقالېږي دا یو ډېرعادي، طبیعي او روټين- معمول کار دی."

د رویټرز خبري اژانس د راپورله مخې لښکرګاه ته پر نژدې سیمو د وسله والو طالبانو د حملو له پیل وروسته چارواکو د دې اوونۍ په سر کې ۱۵۰ خطرناک بندیان کابل ته واستول.

رویټرز خبري اژانس د هلمند د امنیه قوماندانۍ د ویاند محمود اشنا له قوله راپور ورکړی دی چې وايي، دا کار ځکه وشو چې د ځینو لایتونو له زندانونو د بندیانو د تېښتې کیسه تکرار نه شي.

په تېرو څو اونیو کې وسله والو طالبانو د کندز او له هغه مخکې د غزني له زندانونو سلګونه خطرناک بندیان خوشې کړل.

افغان امنیتي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې د هلمند مرکز لښکرګاه ته په نژدې سیمو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکېل شوي او نښتې تراوسه هم روانې دي.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې که وسله وال طالبان د لښکرګاه له محبسه د زندانیانو په خوشې کولو وتوانېږي نو هلمند ولایت به د وسله والو طالبانو په اډه بدل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند اژانس ته ویلي چې طالبان اکثر د ارامو ولایتونو پر زندانونو د حملو هڅه کوي او ډېری حملې یې هم د امنیتي ځواکونو له خوا شنډې شوي.

صدیق صدیقي زیاتوي چې د کندز او غرني پر محبسونو له حملو وروسته د هېواد په زندانونو کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند همدا راز یادونه کوي چې د افغانستان د زندانونو ساتونکي امنیتي ځواکونه تل د تیارسۍ په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG