امریکا چې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد د یوه نړېوال پوځي هوایي کمپاین مشري کوي وایي چې په دواړو هېوادونو کې د خپلو پوځي فعالیتونو پر زیاتوالي غور کوي.
امریکایي چارواکي وایي، متحده ایالات سوریې ته د ځانګړو امریکایي ځواکونو او عراق ته د جنګي هلیکپټرو پر استولو غور کوي.
یوه امریکایي چارواکي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې سوریې ته په موقت ډول د محدود شمېر ځانګړو ځواکونو استول یو انتخاب دی.
دغه چارواکي چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه کړې ده ویلي چې دغه ځواکونه به د لومړي ځل لپاره د سوریې د منځلارو ځواکونو چې د بشارالاسد د رژیم په وړاندې جنګیږي او هم د سوریې اپوزیسیون ته مشوره ورکوي او هم به له امریکایي ځواکونو د هوایي بمبارد په غوښتنو کې مرسته کوي.
د راپور له مخې یو بل انتخاب چې واشنګټن پرې غور کوي دا دی چې عراق ته امریکایي اپاچي ډوله پوځي هلیکپټرې او هم له دغو هلیکپټرو څخه د استفادې لپاره امریکایي پوځیان واستوي.
د راپورونو له مخې د عراق د امنیتي ځواکونو د وړتیاو چې وکولای شي د دې هېواد لاندې شوي برخې له داعش څخه بیرته ونیسي، زیاتیدل هم په دغو اقداماتو کې شامل دي.
دغه بحثونه په داسې حال کې مطرح کیږي چې د امریکا متحده ایالات تمه کوي چې د سوریې وسله وال اپوزیسیون چې دا هېواد یې ملاتړ کوي، پر رقه چې د اسلامی دولت ډلې یا داعش یو امن مرکز دی، فشار زیات کړي.
امریکا هم له عراقي ځواکونو غواړي چې رمادي بیرته ونیسي.
دغه ښار وسله والو د روان کال په لومړیو کې لاندې کړی و.
یوه بل امریکایي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل چې یوله وړاندیزونو چې که په راتلونکو ورځو کې تایید شي دا دی چې سیمې ته به د امریکایي پوځیانو استول اونۍ یا میاشتې وخت ونیسي.
د امریکا دفاع وزارت او سپینې ماڼۍ په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې ده.
د امریکا دفاع وزیر اشټن کارتر د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمیټې ته په خبرو کې په سوریه او عراق کې د امریکا د پوځي فعالیت زیاتوالي ته اشاره وکړه او ویې ویل:"موږ په پام کې لرو د هوا له لارې خپل بریدونه ډیر کړو، البته د ایتلاف ځواکونو د الوتکو په کارولو سره به د داعش پر وړاندې هوایي بریدونه ډیر او زورور شي."
د اشټن کارتر له دې څرګندونو څو ورځې مخکې امریکایي ځانګړو ځواکونو له داعشه د یو شمېر برمته و، د خلاصون په عملیاتو کې ګډون وکړ.
په دغو عملیاتو کې یوامریکایي عسکر ووژل شو.
د امریکا متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ښایي ایران ته په سوریه کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په هدف کیدونکو خبرو کې د ګډون بلنه ورکړل شي.
ایران هم د روسیې په څیر د سوریې د حکومت ملاتړی هېواد دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې تمه کوي چې تهران د دمشق د مهم متحد په توګه په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د سوریې د بحران د سیاسي حل لارې په هدف د خبرو اترو بل دور به په روانه اونۍ کې د اتریش په پلازمینه اتریش کې ترسره شي.
د راپورونوله مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیربه په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د ایران ایسنا خبري اژانس د راپورله مخې جواد ظریف به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د راپورله مخې هغه نن د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره هم د سوریې د بحران او هم د دغې غونډې په اړه په ټیلفون خبرې وکړې.