روسیې په مسکو کې د بهرنیو هېوادونو له سفارتونو غوښتي چې د لویدیځو رسنیو د هغو رپوټونو سند وړاندې کړي چې د روسیې په وینا تور لګوي چې په سوریه کې د روسي الوتکو په بمبارۍ کې ولسي خلک وژل شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت پرون وویل چې مرستیال دفاع وزیر اناتولي انتونوف د ترکیې، سعودي عربستان، ناټو او څو لویدیځو هېوادونو پوځي استازو سره په سوریه کې د روسي ځواکونو د هوايي عملیاتو په هکله د لویدیځو رسنیو د رپوټونو په اړه خبرې وکړې، ښاغلي انتونوف ویلي دي چې:"په موږ باندې نه یواځې د بشارالاسد د منځلارو مخالفینو د بمبارولو تور لګول کیږي بلکه په روغتونو، جوماتونو او ښوونځیو د بمبارۍ تورهم لګول کیږي."
هغه ویلي دي چې لویدیځې رسنۍ تور لګوي چې د موږ د بمبارۍ په نتیجه کې ولسي خلک مړه شوي دي او موږ دغه رپوټونه د روسیې ضد تبلیغات ګڼو او ردوو یې.
اناتولي انتونوف وویل چې:"موږ د امریکا، برتانیې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، سعودي عربستان، ترکیي او ناټو پوځي استازو ته بلنه وکړه چې د شویو بیاناتو په هکله رسمي وضاحت وړاندې کړي یا یې رد کړي."
هغه وویل، که چېرې د دغو څرګندونو دلایل روسیې ته وړاندې نه شي یا دغه څرګندونې رسماً رد نه شي نو موږ یې د روسیې خلاف د تبلییغاتي جنګ یوه برخه ګڼو.
ښاغلی انتونوف وویل چې تمه لري د بهرنیو سفارتونو پوځي استازي په څو راتلونکو ورځو کې ده ته ځواب ورکړي.
د سوریې د رژیم مخالفینو، څارونکو ډلو او خیریه موسسو ټولو د روسیې ځواکونو په بمباری کې د ولسي خلکو د وژل کیدو رپوټونه ورکړي دي.
د سوریې الاصله امریکا یانو طبي ټولنې چې په سوریه کې څو کلینیکونه او روغتونونه لري تیره اونۍ وویل چې روسیې الوتکو د دوی په روغتونو او کلینیکونو باندې اته ځلي بریدونه کړي دي.
روسیي ځواکونو د بشارالاسد د رژیم د ملاتړ لپاره د تیرې سپتمبر د میاشتې په دیرشمه په سوریه کې خپل هوایي عملیات پیل کړل.
د روسیې ځواکونو په دغو بریدونو باندې نه یواځې د ولسي تلفاتو له کبله بلکه د دې لپاره هم انتقاد کیږي چې نسبت القاعده شبکې او اسلامي دولت ډلو ته چې مسکو وايي، دغه عملیات یې د دوی د ځپلو لپاره پیل کړي دي اکثر د رژیم هغه منځ لارې مخالفین په نښه کوي چې د لویدیځ له ملاتړه برخمن دي.