د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۶

په پاکستان کې د زلزلې د قربانيانو شمېر مخ په زياتېدو دى


په پاکستان کې د تيرې ورځې د پياوړې زلزلې د قربانيانو شمېر شېبه په شېبه زياتېږي او د چارواکيو په وينا تردې دمه په زلزله کې د وژل شویو شمېر تر ۲٢٨ اوښتی او تر ١٦٠٠ زيات کسان په کې ټپيان شوي دي .

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي او د خيبرپښتونخوا ايالتي حکومت د دې ايالت په ګډون پهقبايلي سيمو کې له زلزله ځپلو سره د مرستو بهیرچټک کړى او دغو سيمو ته يې د ژغورونکيو ډلو، درملو او خوراکي توکيو د لېږلو لړۍ هم پيل کړې ده.

په خيبرپښتونخوا کې له طبيعي افتونو سره د مبارزې ادارې PDMA د دوشنبې په ورځ په خپل تازه خپور کړي راپور کې ويلي چې دغې زلزلې ترټولو زيات خيبرپښتونخوا ايالت ځپلى او يواځې په دې ايالت کې تردې دمه ١٨٥ کسان مړه او تر ١٤٠٠ زيات ټپيان شوي دي.

د دغې ادارې د چارواکيو په وينا، د زلزلې له امله تر ټولو زيات زيان د خيبرپښتونخوا لیرې پرتو غرنيو سيمو چترال، شانګله او سوات کې اوښتى او پرځاني زيان سربېره په دې ايالت کې تر٢٠٠٠ زياتو کورونه او ودانيو د نړېدلو خبر هم ورکوي.

که څه هم په پاکستان کې چارواکي د زلزلې له امله د قربانيانو د شمېر د ډېرېدو خبر ورکوي، خو د دې ترڅنګ وايي، چې اوس هم له لرې پرتو سيمو څخه د مرګ ژوبلې راپورونه ترلاسه کوي او اندېښنه ښايي چې ښايي د تلفاتو شمېر لا زيات شي.

له بلې پاکستاني رسنۍ د زلزلې د قربانيانو شمېر تر ٣٥٠ زيات ښيي، خو له طبيعي افتونو سره د مبارزې د دې هېواد د ملي ادارې مشر عامرافاق له ځينو پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د تلفاتو په اړه د معلوماتو غونډولو لړۍ روانه ده او اوسمهال د کره شمېر په اړه څه نه شي ويلاى:

((که څه هم د لومړنيو راپورونو له مخې دغې زلزلې د خيبرپښتونخوا د ملاکنډ په ګډون په چترال او نورو سيمو کې ډېر تلفات اړولي، خو اوس مهال د وروستيو تلفاتو په اړه څه ويل به له وخت مخکې وي.))

پر خيبرپښتونخوا سربېره ډيورنډ کرښې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې هم د زلزلې د تلفاتو شمېر مخ په ډيرېدو دى او په دغو سيمو کې تر دې دمه ٣٠ کسان مړه او ٥٩ ټپيان شوي دي.

په عين حال کې د پاکستان صدراعظم نوازشريف له لندنه اسلام اباد ته راستون شوى او د زلزلې د تلفاتو د معلومولو او له قربانيانو سره يې د مرستې د بهيرد چټکولو په هدف د دې هېواد د سياسي او پوځي چارواکيو يوه بېړنۍ غونډه رابللې ده.

د يادونې وړ ده، چې په پاکستان، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې تر دې دمخکې په ٢٠٠٥م کال کې هم په اکتوبر مياشت کې پياوړې زلزله راغلې وه، چې په نتيجه کې يې تر ٨٠ زرو زيات مړه او لکونه نور بې ځايه شوي وو.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG