د افغان حکومت اجراییه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله وايي؛ تر اوس هېڅ داسې نښه نه ده ليدل شوې چې پاکستان له وسله والو طالبانو خپل ملاتړ بند کړی وي.
ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل چې دغه هېواد اوس هم له طالبانو څخه ملاتړ کوي او دا ډله سمبالوي.
ښاغلي عبدالله یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د سولې په پروسه کې به د پاکستان صادقانه همکاري هغه وخت معلومه شي چې د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي.
((دا ممکنه نه ده چې موږ باور وکړو؛ په داسې حال کې چې طالبان له یوې خوا حمایه کیږي سمبالیږي او له بلې خوا په دې باور وکړو چې په صادقانه توګه د خبرو په برخه کې منځګړیتوب کیږي. دا یوه ډېره مهمه او اساسي مساله ده.))
د پاکستان صدراعظم نوازشریف په دې وروستیو کې امریکا متحده ایالتونو ته په سفر کې وویل چې پاکستان نه شي کولای؛ په یوه وخت هم طالبان ووژني او هم یې د خبرو مېز ته کېنوي.
نوازشریف ویلي، پاکستان چمتو دی چې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
خو د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله انتقاد وکړ چې د افغانستان د حکومت او خلکو له څو کلنو هڅو سره – سره هم چې د سولې لپاره یې کړي دي؛ نا امنۍ او پردۍ لاسوهنې لا هم په دې هېواد کې روانې دي.
ښاغلي عبدالله همداراز تروریستي ګروپونه په خاصه توګه داعش د ویرې او وحشت خپرونکې ډلې وبللې او ویې ویل چې دا ډله په افغانستان کې مذهبي او قومي لانجې رامنځته کوي.
خو سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې له طالبانو څخه د افغانستان او پاکستان د یوه واحد تعریف نشتوالی د سولې په برخه کې د پاکستان د همکارۍ نه کولو لامل ګرځیدلی.
یوه افغان کارپوه روح الله امین د افغان سولې له پروسې څخه د پاکستان د همکارۍ په خاطر په دغه هېواد سیاسي فشارونه او له طالبانو څخه د دواړو هېوادونو د چارواکو د تعریف نږدې کېدل ضرور وباله.
((لومړی دا چې یو نړېوال فشار موجود وي. دویم دا چې پاکستان له طالبانو څخه د افغانستان له تعریف سره نږدې والی پیدا کړي؛ دا چې طالبان که له هرې ډلې وي خطرناکه دي.
که دا تعریفونه سره یو شي، د دې احتمال شته چې په پالیسیو کې بدلون راشي او بل دا چې که طالبان د پاکستان پر وړاندې په خپلو غبرګونونو کې زیاتوالی راولي.))
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې څو ځل پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې منځګړیتوب کوي.
خو د وروستیو څو میاشتو نا امنیو ته په کتو په پاکستان انتقاد کیږي چې چارواکي یې له افغانستان سره صادقه همکاري نه کوي او هڅه کوي چې افغانان ارامه نه شي.
راپور: صفي الله ستانکزی