د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۸

وزیري:ګاونډیان دې د تروریستانو د ځپلو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي


د افغانستان دفاع وزارت ټينګار کوي، چې له خاورې څخه به یې هیڅ ډلې ته د ګاونډیو د امنیت د ګډوډولو اجازه ورنکړي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن (یکشنبې ) ازادي راډيوته وویل چې ګاونډیان او سیمه ییز هېوادونه هم باید له افغانستانه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د پراختیا د مخنیوي لپاره همکاري وکړي.

په همدې حال کې کارپوهان له داعش سره د مبارزې لپاره د سیمه ییزې او نړېوالې اجماع رامنځ ته کیدل ګټور بولي.

سره له دې چې په افغانستان کې د جګړې تیزیدو د دغه هېواد ګاونډیان او سیمه انديښمن کړي دي، خو د دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې تروریستي ډلو ته به دا فرصت ورنکړي چې له افغانستانه د نا امنیو لمن ګاونډیو ته وغځوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان ځواکونه د وسله والو د ځپلو وړتیا لري او په دغه مبارزه کې باید د سیمې هېوادونه او ګاونډیان هم همکاري وکړي:

((هیڅ چا ته اجازه نه ورکول کیږي چې په افغانستان کې مرکز ولري او له افغانستانه زموږ د ګاونډیو امنیت وګواښي.

دغه هېواونه باید له افغانستان سره لاس یو کړئ او له سیاسي او اقتصادي پلوه مرسته وکړي.))

ښاغلی وزیري زیاتوي، چې افغان حکومت توانیدلی په ننګرهار، هلمند،فراه، غزني، ارزګان او زابل کې د داعش او نورو تروریستي ډلو مرکزونه ړنګ او د هغوی د فعالیتونو مخنیوی وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې په وروستیو کې یوه روسي چارواکې په افغانستان کې د داعش ډلې اړوند شاوخوا ۳۵۰۰ وسله والو پر فعالیتونو اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ګاونډي هېواد تاجکستان رسنیو هم په دغه هېواد کې د روسیې د سفیر ایګور لایکن فرولوف په حواله راپور ورکړی دی چې داعش ډله په شدت سره په افغانستان کې خپلو لیکو ته د کسانو په جلب او جذب بوخته ده.

دغه روسي چارواکي همدا راز ادعا کړې ده، چې داعش ډله همدا اوس د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې فعالیت لري.

له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین او د افغانستان لپاره ددغه هیواد استازي ضمیر کابلوف هم په افغانستان کې د داعش ډلې پر پراخ حضور اندیښنه څرګنده کړې وه.

په عین حال کې د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل هم څه موده مخکې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې په افغانستان کې د داعش پر فعالیتونو اندیښنه ښودلې وه.

له ننګرهاره هم یو شمېرخلکو ازادي راډيو ته ویلي، چې دغې ډلې خلک د خپلو کورونو پریښولو ته اړ کړي دي.

خو په افغانستان کې د دغې ډلې د فعالیتونو د مخنیوی لپاره موثره لاره کومه ده؟

د چارو کارپوه احمد سعیدي وایې، چې له داعش سره د مبارزې لپاره سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا لیدل کیږي:

((هغه ازبکستانیان چې د اسلامي غورځنګ غړي و، له داعش سره یوځای شوي.

له تاجکستان او افغانستانه هم ځیني کسان له دغې ډلې سره یو ځای شوي دي.

د افغانستان دولت چې په یواځې توګه له طالبانو سره د مبارزې وړتیا نه لري، څرنګه کولای شي له داعش سره چې یوه نړېواله پدیده ده مبارزه وکړي.

بهتره دا ده چې له داعش سره د مبارزې لپاره لومړی یوه سیمه ییزه او بیا نړیواله اجماع رامنځ ته شي.))

که څه هم په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کیږي، خو خلک او کارپوهان سپارښتنه کوي چې دولت باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي او پرې نه ږدي چې دا ډله په راتلونکې کې افغانستان له نورو سرخوږیو سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG