د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

امریکااو پاکستان: طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني


د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د پاکستان صدراعظم نوازشریف پرون په یوه ګډه اعلامیه کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني.

په اعلامیه کې چې په سپینه ماڼۍ کې له خبرو وروسته خپره شوه؛ دواړو مشرانو پر طالبانو ږغ کړی چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او د تلپاتې سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې او پخلاینې د بهیر پرمخ بېولو ته ژمن دي او پر طالب مشرانو ږغ کوي چې خبرو ته حاضر شي.

نوازشریف یوه اوونۍ وروسته له دې واشنګټن ته سفر وکړ چې د متحدو ایالتونو ولسمشر له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پروګرام وځنډاوه.

ټاکل شوې وه چې امریکا د ۲۰۱۶م کال ترپایه خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي او یوازې زر تنه د سفارت د ساتنې لپاره پرېږدي؛ خو د طالبانو له لوري د جګړې د شدت زیاتېدو او ورسره جوخت د امریکا د پوځي قومندانانو او د کانګریس د یو شمېر غړیو فشار سبب شو چې اوباما خپله پرېکړه وځنډوي او نه یوازې په ۲۰۱۶ کې موجود ۹۸۰۰ سرتېري پرېږدي بلکې په ۲۰۱۷ کې هم ۵۵۰۰ پوځیان ولري.

امریکا له پاکستانه غواړي چې د سولې په راوستلو کې کلیدي رول ولوبوي.

د امریکايي او افغان چارواکو په باور؛ پاکستان د افغانستان په سوله کې مهم رول لوبولی شي. افغان چارواکي پاکستان د وسله والو طالبانو او نورو تروریستي ډلو په ملاتړ تورنوي. خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې په خپله د تروریزم قرباني دی.

اوباما د سیمې مشرانو ته خبرداری ورکړ چې القاعده او نورو تروریستانو ته پناه ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG