د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

فیصل: ډير ژر به د سرپرستو ادارو لپاره مسوول کسان وګمارل شي


د حکومت اجراییه ریاست وایې، چې ډير ژر به د سرپرستو ادارو لپاره مسوول کسان وګمارل شي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن ازادي راډيو ته په دې اړه و ویل:

((حکومت د بشپړیدو په حال کې دی. تقریباً بشپړ شوی هم دی. د ګوتو په شمېر یو شمېر بستونه چې پاته دي، هغو ته به هم په راتلونکو ورځو کې مناسب کسان ورشي.))

د افغانستان لویه څارنوالۍ او څلور ولایتونه لکه بلخ، بدخشان، نورستان او کندز هغه ادارې دي چې لا هم د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.

XS
SM
MD
LG