د امریکا په سنا مجلس کې د جمهوري پلوو سناتورانو مشر له افغانستانه د امریکایي عسکرو د ویستلو د ځنډولو په اړه د جمهوررئیس اوباما د پلان ملاتړ وکړ خو دا یې هم وویل چې دا غوره ګڼي چې لس زره عسکر په دغه هېواد کې پاته شي نه دا چې دغه شمېر نیمایي ته راکوز کړای شي.
سناتورمیچ مکانییل خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې لږ تر لږه لسو زرو امریکایي عسکرو ته اړتیا ده، که چیرې وویل شي چې د عسکرو دغه شمېربه دوامدار نه وي مقابل طرف به تشویق او زړور شي.
میچ مککانیل او د کانګرس څلورو نورو جمهوري پلوو غړو له هغو یو شمېر خبریالانو سره غونډه وکړه چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان په شمول د سیمې د یو شمېر هېوادونو لیدنه کړې.
میچ مککانیل چې د دیموکرات جمهوررئیس بارک اوباما په پالیسیو تل انتقادونه کوي وویل:
((موږچې د هرځای لیدنه وکړه د امریکا هییت او پرستیژ په کې واقعا په ادنی سطحه کې دی او د روسیې د رول د زیاتیدو په هکله په کې سختې اندیښنې دي.))
د امریکا جمهوررئیس تیره اونۍ د افغانستان په هکله خپله پالیسي تعدیل کړه او په دغه هېواد کې یې د امریکايي عسکرو حضور تمدید کړ.
په دې سره به له افغانستان د ټولو امریکایي عسکرو ستنول د دغه هېواد د راتلونکي جمهورریس فیصلې پورې اړه ولري.
اوباما مخکې پریکړه کړې وه چې ټول امریکایي عسکر به ترهغو چې د ۲۰۱۷ کال د جنوري په میاشت کې واک پریږدي له افغانستانه وباسي او یواځې یو محدود شمېرعسکر به په کابل کې د امریکا په سفارت کې پاته وي.
خو له نوي پلان سره سم به په ۲۰۱۷ کال په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمېر۵۵۰۰ تنو ته را کم کړای شي.
جمهوري پلوي په کانګرس کې اکثریت لري چې په دوی کې ډیرو کسانو له عراقه د امریکایي عسکرو د ستنولو سخت مخالفت کړی وو.
دوی وايي چې د جمهور رئیس اوباما د دغې پریکړې له کبله د اسلامي دولت ډلې سر اوچت کړ چې اوس یې د عراق او سوریې پراخې سیمې نیولي او په افغانستان کې یې هم پلویان را پیدا شوي دي.
جمهوري پلوي سناتورټام کاتن هم وویل چې:
((موږباید د عسکرو په شمېر زیات تمرکز ونه کړو بلکه پوځي شرایط په نظر کې ونیسو او د جګړې د میدان د جنرالانو سپارښتنې واورو.))
د امریکا د دفاع وزارت پروګرامونه باید د کانګرس له خوا تصویب او تمویل شي.
ډیموکراټان او جمهوري پلوي د سږکال د ۶۱۲ ملیارډو ډالرو پوځي لګښتونو د بودجې په هکله سره اختلافات لري.
جمهور رئیس اوباما ګواښ کړی که چیرې دغه بودجه رد شي نو دکانګرس فیصله به ویټو کړي.