په ننګرهار کې جمعيت اصلاح ټولنې راجمعه کړې مرستې پر ۲۰۰ بې ځایه شویو کورنیو وویشلې.
په ختیځه سیمه کې د جمعیت اصلاح ټولنې مشر عبدالرحیم صراف ازادي راډيو ته وویل، چې دغه مرستې په هغو پیسو اخیستل شوي دي چې د دوی رضاکارانو د یوې اونۍ په موده کې په ختیځو ولایتونو کې راټولې کړې وې:
((موږ کوم کمپاین چې په یوه هفته کې د جنګ ځپلو بې ځایه شویو کورنیو لپاره کړی و، دا هغه مرسته ده،چې هرې کورنۍ لپاره د څلور زره افغانیو په ارزښت ،چې شل قلمه مواد په دې توزیع کړل.))
نوموړي وویل،چې د دوی رضاکارانو دغه ډول کمپاین په ټولو ولایتونو کې ترسره کړی و،چې په نورو ولایتونو کې راجمعه شوې مرستې د کندز ولایت بې ځایه شویو کورنیو ته واستولې:
((کندز ته به دوا لیږو او بل څومره،کمپاین،چې په نورو ولایتونو کې د مرستو راټولولو شوی دی هغه ټول به کندز ته استوو په ختیځو ولایتونو کې چې مرستې راټولې کړې وې هغه مو دلته وویشلې))
بې ځایه شویو کورنیو د جمعيت اصلاح څخه مننه وکړه،چې د دوی لاس نیوی وکړ.
دوی پر نورو شتمنو خلکو هم غږ وکړ،چې دغه ډول مرستې راټولې او بې ځایه شوو کورنیو ته ورسوي:
((زما نوم نور محمد دی د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی دی دا کوم پروګرام،چې روان دی د جمعیت اصلاح نه مننه کوو او نورو نه مې غوښتنه داده،چې د دوی په شان جنګ ځپلو سره مرسته وکړي.
زه د عدلخيلو اوسیدونکی یم دلته په چکنورو کې اوسیږم مریضان مو ډیر دي مشکلات مو ډير دي مخکې موږ سره مرسته نه وه شوې همدا لومړنی مرسته ده))
اوس هم د ننګرهار په مختلفو سیمو کې داسې کورنۍ شته،چې نه د خیره ټولنو لخوا او نه هم حکومتي مرستې ورته رسیدلي دي.
دوی وايي، که افغان دولت د دوی سرپنا او لومړنیو اړتیاو په برخه کې ورسره مرسته ونکړي نو د ژمي موسم په راتګ سره دوی له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری