د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

د محرم په ورځو کې د خيبرپښتونخوا پوليسو د بې ځايه شويو خلکو پرتګ راتګ بندېز لګولى


د خيبرپښتونخوا پوليسو د محرم په ورځو کې د دې ايالت مرکز پېښور ته د افغان کډوالو او ډيورنډ کرښې ته څېرمه د بېلابېلو قبايلي سيمو د بې ځايه شويو خلکو پر تګ راتګ او ګرځېدو بندېز لګولى دى.

د پېښور پوليسو د دې ښار په بېلابېلو سيمو کې د بېنرونو په ځړولو پر نورو احتياطي تدابيرو سربېره پر افغان کډوالو او پر بې ځايه شويو قبايلو غږ کړى، چې د محرم الحرام په لومړيو لسو ورځو کې دې پېښورښار ته له راتلوډډه وکړي.

په عين حال کې په پېښور کې مېشت افغان کډوال وايي، چې دوى د محرم په ورځو کې د پوليسو له خوا د ورکړل شوي خبرداري او قانون ته د درناوى په هدف ښار او هغو سيمو ته نه ورځي، چې امنيتي اقدامات پکې سخت شوي وي.

خو د دې ترڅنګ دا شکايت هم کوي، چې پوليس يې له ښار نه بهر، آن د خپلو کورونو مخې ته نيسي، د قانوني اسنادو پر لرلو سربېره يې تهاڼې ته بوځي او روپۍ ترې اخلي.

د پېښور له ښاره لرې په بورډ بازار کې د افغان سوداګرو د مارکېټ جنرل سيکرتر شاکر سباوون له ازادي راډيو سره په ټليفوني تماس کې په دې اړه وويل:

((کله چې د محرم دغه لس ورځې شروع کېږي، نو افغان کډوالو باندې سختي راځي. سختي داسې وي، چې هغوى ته اجازه نه وي چې صدر ته لاړ شي نورو ځايونو ته لاړ شي، خو نه يواځې دا چې هغوى يواځې په کېنټ (صدر) باندې بند دي، بلکې دلته هم نيول کېږي. څو ورځې وړاندې هم څه کسان نيول شوي وو. چې موږ ورغلي او پوښتنه مو وکړه، نو رقم په رقم بهانې يې کولې، چې دوى په ډبل سوارۍ کې نيول شوي، کله څه مشکل و.

چې کله مو له نيول شويو خلکو نه پوښتنه وکړه، نو هغوى ويل چې هېڅ مشکل نه و، موږ سره کارت هر څه وو، خو دوى موږ ته ويل چې تاسو [په ښآر] بند يئ. نو دا مشکل خو هر کال دلته وي او سږکال هم دا مشکل شته دى. بيا موږ د پيسو له لارې يا ځايي مشران له ځان سره يوسو او افغانان راخوشې کوو.))

که څه هم د خيبر پښتونخوا امنيتي مقامات هر کال د محرم په ورځو کې پېښور ښآر کې د افغان کډوالو پر تګ راتګ بنديز لګوي، خو دا لومړى ځل دى، چې دوى ښار ته د بې ځايه شويو قبايلو پر داخلېدو هم بنديز لګولى دى.

د خيبر پښتونخوا د بېلابېلو مدني ټولنو غړيو او په دې ايالت کې مېشتو ځينو قبايلي خبريالان د پېښور د پوليسو پر دې ګام نيوکي کړي او وايي، چې قبايلي ولس به په دې چلند د احساس محرومۍښکار شي.

يوه پېښور مېشتي قبايلي خبريال صفدر داوړ په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

((اپريشن چې شروع شو، نو اول ځل د قبايلي علاقو خلکو، آي ډي پيز چې ورته ويلي شي، خپل کورونه پرېښي دي. يو خو هلته دوى تباه شول، په ورځ، دوه کې راووتل، پښو باندې راغلل، ډېر تکليفونه، کورونه او بازارونه يې اوس وران دي. نو دا شانته دلته صوبايي حکومت او هلته په پنجاب کې هم حکومت ويلي وو، چې د دوى انټري به نه کېږي سند کې هم همدا پوزېشن و.

نو دا ډېره زياته بده خبره ده، په دې باندې دا ټول قبايل ډېر زيات د احساس محرومۍ ښکار کېږي، دې خلکو د حکومت يا د امن لپاره خپل کورونه پرېښي دي، پکار ده، چې دا حکومته دا څه داسې سيسټم ورته جوړ کړيو چې د دوى خلکو قدر و عزت وشي، په دې چې دې خلکو ډېره غټه قرباني ورکړې ده.

نو پکار دي، چې دوى اوس هغه شانته هينډل کړي، لکه څنګه چې دوى قربانۍ ورکړي دي.))

له بلې خوا خوا بيا د خيبر پښتونخوا د پوليسو چارواکي پېښور ته د افغان کډوالو او بې ځايه شويو قبايليو پر ورتګ د بنديز لګولو دفاع کوي او وايي، چې دا ګام يې د محرم په ورځو کې د امنيت د ټينګښت په هدف پورته کړى.

د پېښور د پولیسو يوه جګپوړي چارواکي سجاد خان د ازادي راډيو مشال څانګې ته په دې اړه ويلي:

((پېښور چې دى دا د درېواړو اطرافو نه له علاقه غېر سره تړلى دى. دا د ډسټرکټ ډييټي کمشنر پېښور هغه دې کېدفعه ١٤٤ لګولې ده. په دې کې عام خلک چې هغه ځاى سره د چا کار نه وي، چې کوم ځايونو کې جلوسونه دي، نو هلته موږ غېر ضروري خلک نه پرېږدو.

نو دا يې پکې په خصوصي توګه چې اى ډي پيز ( بې ځايه شوي قبايل) راځي، نو په دې باندې يې پابندي لګولې ده.))

د يادونې وړ ده، چې په پاکستان کې هر کال د عاشورا مراسم له یو لړ ستونزو سره مله وي او کله ناکله پکې پر شیعه ګانو بریدونه او چاودنې هم کیږي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG