جمهوري ریاست وایي، که پاکستان هغه وسله وال مخالفین له منځه یوسي چې په هغه هېواد کې غونډې او د افغان حکومت پر ضد د جګړې اعلان کوي؛ دوی ته به د سولې مسیر معلوم شي.
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال ظفر هاشمي وایي؛ پاکستان باید د ښه او بد تروریست توپير ونه کړي او په سیمه کې د سولې د ټینګښت په هدف له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي.
ښاغلي هاشمي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ د سولې لپاره یې دروازې پرانستي؛ خو زیاته یې کړه، که پاکستان له تروریزم سره صادقانه مبارزه وکړي؛ دوی ته به معلومه شي چې له چا سره د سولې خبرې وکړي.
((موږ غواړو هغه ډلې چې د پاکستان په خاوره کې یې د افغانانو پر وړانديېد جنګ اعلان کړی؛ باید پر وړاندې یې اقدام وشي؛ دا خپله دې ته زمینه برابروي چې موږ پوه شو چې زموږ سروکار له کومو ډلو سره دی او هغه چې په پاکستان کې دي او له هغه ځای یې د جنګ اعلان کړی دی او د فعالیت زمنیه ور ته برابره شي؛ بیا موږ ته معلومیږي چې له کوم ډول ډلو سره خبري وکړو.))
افغان حکومت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف؛ څو ورځې وړاندې یوه خبري کنفرانس کې د افغان سولې څخه ملاتړ کړی و او تروریزم یې یو مشترک دښمن بللی.
ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان صدر اعظم د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره هم د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.
که څه هم افغان حکومت له دې وړاندې د سولې په خبرو کې د پاکستان منځګړیتوب رد کړی؛ خو په دې وروستیو کې د دې هېواد چارواکو په پرله پسې توګه له افغان سولې سره د همکارۍ ژمنې اعلان کړې.
د جمهوري ریاست ویاند وایي؛ دوی ته د سولې خبرې دوه اړخه لري چې یو اړخ یې طالبان او بل یې پاکستان دی.
دا چې څنګه؟ ښاغلی هاشمي یې په اړه وایي:
((اوس مهال د افغان حکومت لپاره د سولې خبرې دوه اړخونه لري؛ اول اړخ له طالبانو سره سوله ده؛ دوهم اړخ د پاکستان سره سوله ده پاکستان د تېرو دیارلسو کلونو را په دې خوا له افغانستان سره په یوه نا اعلان شوي جنګ ولاړ دی او پاکستاني چارواکو د افغان حکومت دا موقف منلی دی.))
له دې وړاندې هم په وار- وار پاکستان له افغان حکومت سره د سولې په پروسه کې د همکارۍ ژمنه کړې او یو ځل یې په اسلام آباد کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته هم زمینه برابره کړې وه؛ خو د چارو څیړونکي وایي، د پاکستان ژمنې او همکاري دوامداره او ریښتنې نه وي.
له دې وړاندې د ملي شورا غړو او کارپوهانو په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې د اندیښنې وړ بللي او له حکومته یې غوښتي چې په دې اړه باید کره اسناد را ټول او نړېوالو سازمانونو ته یې وړاندې کړي.
معلومه نه ده چې افغان حکومت به د سولې په برخه کې بېرته د پاکستان منځګړیتوب ته مخه کړي او که به له طالبانو سره د سولې لپاره نورې لارې چارې ولټوي.