د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

د افغانستان ستونزه د بهرنیو ځواکونو کمیت نه بلکې صداقت حل کولای شي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره په افغانستان کې د پاته کېدونکو امریکایي عسکرو په اړه د بارک اوباما وروستۍ پرېکړې او په دې اړه هیلو او اندیښنو ته ځانګړي کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په افغانستان کې له ۲۰۱۶ کال وروسته د پنځه نیم زره امریکایي عسکرو پاته کېدو ته ځینې خلک خوښ دي؛ خو ځینې بیا وایي، کله چې یو نیم لک امریکایي عسکرو سوله ټینګه نه کړه؛ نو پنځه نیم زره به څه وکړي؟

په سرمقاله کې راغلي، اوس به د دې ځواب څوک ورکړي چې د امریکا له پوځې حضور سره- سره ترهګر ونه ځپل شول او که په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو د اوسنیو فعالیتونو مخه ونه نیول شي؛ بیا به یې ګواښ نړۍ ته متوجه شي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د افغانستان ستونزه د بهرنیو ځواکونو کمیت نه بلکې ریښتینولي او صداقت حل کولای شي.

جامعه باز:

جامعه باز ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې امریکایان په افغانستان کې پاته کیدونکي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاته کېدل هغو کسانو ته یو ښه خبر دی چې له حکومته زړه توري شوي؛ د جګړو له لوګیو په تنګ شوي او بهرنیو هېوادونو ته په تیښته کې دي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، په تېرو څوارلسو کلونو کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې په اړه ځینې پوښتنې شته او که دې پوښتنو ته ځواب ورنه کړل شي؛ د امریکایي ځواکونو پاته کیدول به کوم درد دوا نه کړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي، امریکایي ځواکونه د خپلو هغو اهدافو لپاره پاته کیږي چې د افغانستان پر زیان دي.

په مطلب کې د امریکا د دفاع د وزیر هغه خبرې هم را اخیستل شوي چې ویلې یې دي؛ موږ نه وځو، نه شو کولای ووځو، که دا کار وکړو نو خپلې لاسته راوړنې به په سیند لاهو کړو.

د مطلب لیکوال ویلي، د امنیتي سند له مخې امریکا باید د بهرني ګواښ په وړاندې د افغانستان دفاع وکړي، خو لیکوال ویلي، د کندز په جګړې او سرحدي سرغړونو کې امریکا خپل دا مسئولیت نه دی ادا کړی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د امریکا له خوا د ترهګرۍ په وړاندې جګړه بریالۍ نه ده او باید دغه جګړه په مسئولانه ډول پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG