ترکيې ويلي چې بروکسل ورته د شپږ لکه پناه غوښتونکو د بحران د حل لپاره د موافقې له مخې د ډيرو لږو پيسو وړانديز کړی او د اروپايي اتحاديې دا کار يې د خندا وړ بللی.
پر اروپايي اتحاديه په خپلو وروستيو اعتراضونو کې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اروپايي اتحاديې پر هڅو ريشخند وهلی چې غواړي د سوريې له پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي. ده له اروپايي اتحاديې څخه غوښتنه وکړه چې د هيواد هغه غوښتنه يې جدي ونيسي چې په دغه اتحاديه کې غړيتوب غواړي.
((دوی اعلان وکړي چې له دېرشو زرو څخه تر څلويښتو زرو پوري پناه غوښتونکي به مني او د دې کار لپاره وروسته د نوبل جايزې ته نوماند شي. موږ دوونيمو میلیونو پناه غوښتونکو ته ځای ورکړی؛ خو هېڅ څوک د دې خبرې پروا نه لري.))
د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر فردين سينيرليوغلو پر هغه مالي مرستې اعتراض وکړ چې د ده د سفر پر مهال د اروپايي کميسيون د چارواکو له خوا د چارشنبې په ورځ ورته وړاندي شو.
ده وويل چې هېواد يې د موافقې په لومړي کال کې لږ تر لږه درې میليارده يورو ته اړتيا لري:
((د اروپايي اتحاديې له خوا د مالي مرستو وړانديز شوی او موږ ورته وويل چې دا د منلو وړ نه دی. کاري پلان بشپړ شوی نه دی او يوازې يوه مسوده ده چې موږ ورباندې کار کوو.))
د ازمايښتي موافقې له مخې ترکيې موافقه کړې وه چې د انسانانو قاچاق وړونکي به ځپي؛ د اروپايي اتحاديې هېوادونو له سرحدي چارواکو سره به مرسته کوي او د سوريې له جګړې تښتېدونکو پناه غوښتونکو مخه به نيسي چې د اوبو له لارې اروپايي اتحاديې هېوادونو ته ننوځي.
د دې همکاريو په بدل کې اروپايي مشرانو موافقه وکړه چې اروپا ته د ترکي وګړو پر ويزو به بنديزونه په چټکۍ سره ايسته کړي او انقرې ته به د ستونزو د حل لپاره نورې مالي مرستې ورکړي که څه هم د مالي مرستې څرنګوالي په اړه په مشخصه توګه نه دي ویل شوي.
د پنجشنبې په ماښام د موافقې د اعلان پر مهال د اروپايي اتحاديې ریيس ډانلډ ټسک د موافقې هرکلی کړی و او دا يې د يو لوی ګام بللی و؛ خو خبرداری يې ورکړی و چې دا موافقه به هغه وخت منطقي وي که د پناه غوښتونکو د ورتلو مخه ونيول شي.
اروپايي چارواکو ويلي چې دوی ټول اوس هم د ترکيې له خوا عملي ګامونو ته سترګې په لاره دي او ويلي يې دي چې د درو میلياردو ډالرو غوښتنه به د اروپايي اتحاديې اتويشتو هېوادونو ته يوه ستونزه وي.
په داسې حال کې چې سرمشريزه لا روانه وه؛ له ترکيې سره د اروپايي اتحاديې پر پوله بحراني وضعيت په تشدد بدل شو او د بلغاريا پر پوله ډزې وشوې.
د پيښې يو قرباني د هغو ۵۴ پناه غوښتونکو له ډلې څخه و چې د ترکيې پر سرحد د ګزمې د پوليسو له خوا لیدل شوي و او هغوی په هوا کې د خبردارۍ ډزې کړي وې.
د پوليسو په وينا، پناه غوښتونکو وسلې نه درلودې؛ خو د پوليسو حکم يې ونه مانه. د بلغاريې ولسمشر د دې پېښې لپاره بخښنه غوښتې ده.
سږ کال اروپا ته د تګ د هڅو پر مهال تر ۳۰۰۰ زيات پناه غوښتونکو په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ډېری يې په مدیترانه سمندر کې ډوب شوي دي.