د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

دانشي: هیله ده په شمال ختیځ کې د طالبانو د مشرتابه مرکز له منځه ولاړ شي


د کندز چارواکي وايي، هيله من دي چې د کندز د عملیاتو د ادامې په اړه د ولسمشر د ژمنو په عملي کېدو سره به د شمال ختیځ په زون کې د طالبانو مرکز له منځه ولاړ شي.

په کندز کې نظامي عملیات دوام لري او د دغه ولايت سرپرست خبر ورکوي چې د پخوا په پرتله په دې ولايت کې امنيتي ځواکونو ته زيات تلفات اووښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون کندز ته د خپل سفر پر مهال اعلان وکړ چې د دولت د مخالفينو له حضوره د کندز ولايت د بشپړې تصفيې په خاطر به په دغه ولايت کې نظامي عملیات دوام وکړي.

د کندز ولايت سرپرست حمدالله دانشي د دې سفر پر مهال د ولسمشر د ژمنو په اړه وویل؛ هيله من دی چې د کندز د عملیاتو د ادامې په اړه د ولسمشر د ژمنو په عملي کېدو سره به د شمال ختیځ په زون کې د طالبانو مرکز له منځه ولاړ شي:

((زه هيله من يم چې د طالبانو د مشرتابه مرکز به چې د کندز ولايت په شمال ختیځ کې دی؛ له منځه ولاړ شي او دلته به امنيت راشي.))

د کندز ولايت سرپرست له آزادي راډيو سره په خبرو کې د ولسمشر له سفره د خوښۍ څرګندونه وکړه او ویې ویل چې ولسمشر غني په کندز ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لپاره په راتلونکي کې د يوې نظامي فرقې د پوليسو د زون جوړولو ژمنه وکړه.

حمدالله دانشي د ولسمشر له قوله وويل چې حتی د فرقې قومندان لا ټاکل شوی دی چې جنرال محی الدين غوري نوميږي.

خو د کندز ولايت سرپرست د فرقې او د پوليسو د زون د جوړولو اقدام د افغانستان په شمال لويديځ کې د امنيت د خوندي کولو پر لور يو مهم ګام وباله او د دې اقداماتو د ژر تر ژره د عملي کېدو غوښتنه يې وکړه.

تر دې مخکې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د کندز د سقوط يو مهم لامل د دې ولايت د چارواکو غفلت و او ولسي جرګې، مدني او ټولنيزو فعالانو د دغو چارواکو د مجازاتو غوښتنه کوله.

ولسمشر پرېکړه وکړه چې د افغانستان د ملي امنيت د پخواني رییس امرالله صالح او د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردک په مشرۍ د حقيقت موندنې يو هیات جوړ کړي؛ تر څو دا مساله وڅاري او ولسمشر ته راپور وړاندې کړي. دغه هيات د خپل کار د پيل لپاره پرون کندز ته ولاړ.

د کندز ولايت سرپرست حمدالله دانشي همداراز د دې ولايت امنيتي وضعيت د اطمئنان وړ وباله او ویې ويل چې د د تصفيې په مقصد د چار درې او قلعه زال ولسوالیو په کلیو او باڼدو کې نظامي عملیات دوام لري او د کندز ولايت د جګړو له کبله امنيتي ځواکونو ته تلفات هم اووښتي دي. ده د تلفاتو د شمېر په اړه داسې وويل:

((د عملياتو له پيله تر اوسه د افغان امنيتي ځواکونو تلفات يوويشت کسان دي او ۷۲ کسان ټپيان دي.))

د کندز ولايت سرپرست وايي چې يوازې دشت ارچي ولسوالي د طالبانو په ولکه کې ده.

XS
SM
MD
LG