د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

یو شمېر کلیوالې میرمنې خپلو محصولاتو او تولیداتو ته مناسب بازار غواړي


یو شمېر کلیوالې ښځې د خپلو محصولاتو د خرڅولو لپاره د مناسب بازار د نه شتون څخه شکایت کوي.

دوی چې د پنجشنبې په ورځ د کلیوالو ښځو په نړېواله ورځ په کابل کې سره راټولې شوي وې ویل یې چې حکومت دې دوی ته د پور ورکولو او کرهنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې په برخو کې زمینې برابرې کړي.

له دې سره چې جمهور ریس محمد اشرف غني د کرهنیزو تولیداتو په برخه کې د کلیوالو ښځو ونډه مهمه بولي خو دا ښځې شکایت کوي چې محصولات یې په بازار کې سم ځای نه لري.

یو شمېر کلیوالې ښځې چې د دوی د نړېوالې ورځې د نمانځ غونډې لپاره د پنجشنبې په ورځ په کابل کې سره ټولې شوي وې وايي چې په دې ورځ یې له حکومت څخه غوښتنه دا ده ترڅو محصولاتو ته یې سمې زمینې برابرې کړي.

د دغې غونډې دوه ګډونوالې ساره او فرزانې ازادي راډيو ته وویل:

((موږ ښه بازار نه لرو نه پوهیږو چې خلک افغاني محصولاتو ته لیوالتیا نه لري او که څه نه اخلي، په همدې ډول د دوی د تولیداتو د ملاتړ موضوع ده، د مثال په ډول ښځې هرځای کولای شي څه جوړ کړي خو دا چې بودیجه نه لري دا ستونزه د دوی د شاته پاتې کیدو سبب ګرځي.

۲:یوځای وي چې یوازې د ښځو خرڅلاو لپاره وي تر څو خپل لاسي صنایع کیښودای شي د دوی هر نوک یو هنر دی ولې باید امنیت او ځانګړی ځای وي. ))

له دې سره دا ښځې وايي چې که حکومت د دوی ستونزې حل کړي محصولات او کرهنیز تولیدات یې د هیواد دننه او بیرون لا پراختیا پیدا کوي.

افغانستان چې یو کرهنیز هېواد ګڼل کیږي په ډيرو سیمو کې یې د سړیو ترڅنګ کلیوالې ښځې د خپلو کورونو په باغونو کې سمارق، ستوري زعفران او ځيني نور بوټي ساتي.

جمهورریس محمداشرف غني د چهارشنبې په ورځ د کرهنیزو تولیداتو په یوه غونډه کې وویل چې په کرهنیزو تولیداتو کې د کلیوالو ښځو رول مهم دی او دوی ته به د لا غوره فعالیت زمینه برابره کړي.

د کرهنې او مالداری وزیر اسدالله ضمیر په دغه برخه کې د ښځو ونډې ته په کتو ژمنه کړي چې افغان حکومت په دغه برخه کې کلیوالو ښځو ته لا ډيره ونډه ورکړي.

د دغه وزارت مسلکي مرستیال امان الدین حیدري وايي چې د دې کار لپاره یې وزارت د نور بنسټونو سره یو ځای کارکوي ترڅو د ښځو محصولاتو او تولیداتو ته بازار پیدا کړي:

((د دوی محصولات چې د سوداګرۍ وزارت او نورو سازمانونو له خوا معرفي کیږي له ښځو سره مرسته کوي او دا کار به دلته هم د ښځو د ټولنو سره په کوپراتیف جوړولو کې مرسته وکړي، په دې برخه کې ځينې کوچنی پروژې عملي شوي او لا کار کیږي.))

د ښاغلي حیدري په وینا اوس مهال په هېواد کې د کلیوالو ښځو سره د مرستو په خاطر له څلویښتو زیات کوپراتیفونه شته او دا شمیره به لوړه کړي.

دم ګړۍ همدا یوازې لرې کلیوالې ښځې نه دي چې د خپل کاروبار او سم بازار د نه شتونه زوریږي بلکې دا وخت د خرڅلاو په برخه کې ډير خلک ورته څه ستونزې بیانوي.

اقتصادي څيړونکي وايي چې که د کلیوالو ښځو او په ټوله کې د کرهنیزو فعالینو سره د دولت له خوا مرستې وشي کولای شي همدا خلک خپلې سیمې او هېواد په ځان بسیا کړي چې دا کار د هیواد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولای شي.

XS
SM
MD
LG