د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

مسلمیار: د سولې خبرې باید له یوه قوي دریځه وشي


د افغانستان د مشرانو جرګې رییس یوځل بیا ټینګار وکړ چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرې باید له یوه قوي دریځ څخه وشي.

فضل هادي مسلمیار د حقیقت څه دی په پروګرام کې ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت باید کوټلي ګامونه پورته کړي او له وسله والو مخالفینو سره داسې چلند وکړي چې هغوی په خپله سولې ته غاړه کیږدي.

د حقیقت څه دی په دغه پروګرام کې له ښاغلي مسلمیار سره صفي الله ستانکزي خبرې کړي دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:25 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG