د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۸

د پکتيا په سېدکرم کې جنګي الوتکه غورځول شوې ده


په پکتيا سېدکرم ولسوالۍ کې د سيمې اوسېدونکي وايي، چې نن مازديګر د کوهسين په سيمه کې وسله والو په جنګي الوتکه د درنو وسلو ډزې کړې او الوتکه يې نسکوره کړې.

د پکتيا امنيتي چارواکي د پېښې په اړه د بشپړو معلوماتو د نشتوالي خبرې ترڅنګ دومره وايي، چې دوی هم د سيمې د خلکو دغه خبرې اورېدلې او د خلکو خبرې تاييدوي.

د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمي اورياخېل ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې دوی تر اوسه پورې نه ده معلومه کړې، چې دغه الوتکه رښتيا هم لوېدلې ده کنه.

نوموړی زياتوي، دوی هڅه کوي، چې د خلکو له خوا ورته رسېدلې دغه خبرې، چې په هغه سيمه کې وسلوالو الوتکه غورځولې کره او بيا رسنيو سره شريکه کړي.

يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وايي الوتکه غورځېدلې، خو دوی يې له سيمې څخه د لا کره کېدو په هڅه کې دي.

د سيمې اوسېدونکو ازادۍ راډيو سره په ټليفوني خبرو کې وويل، چې همدا اوس هغه سيمه او فضا نورو چورلکو نيولې او دورې وهي.

ډاکټر فلک ناز، چې د سيمې اوسېدونکی دی وايي، مازديګر د خپلو بامونو په لېو لګيا وو، چې الوتکه ولګېده او څو ټوټې يې په ساحه کې وغورځېدې، خو له سترګو پنا شوه او د غرو ډډې ته ولوېده.

وسلوالو طالبانو هم رسنيو ته په استول شوي پيغام کې ليکلي، چې نن ماذديګر يې يوه جنګي الوتکه د سېدکرم په کوهسين سيمه کې په درنو وسلو، هوا کې ويشتې او غورځولې ده.

راپور-ازادۍ راډيو

XS
SM
MD
LG