د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۳

صدیقي: په کابل کې د هر ډول وسله والو حملو د مخنیوي لپاره خپل تدابیرلرو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ د هغو حملو په اړه تر ډېره کشفي او استخباراتي معلومات موجود وي چې پر بېلابېلو اهدافو کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ په مرکز کابل کې د امنیتي وضیعت په اړه د بهرنیانو اندېښنې له دوی سره هم شریکېږي، خو دوی د هر ډول وسله والو حملو د مخنیوي لپاره خپل تدابیر لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې په کابل کې د امریکا سفارت د ورستیو امنیتي اندېښنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

((دوی یو اندازه مخکني اقدامات لري او په احتیاط سره برخورد کوي او غواړي هغه امنیتي تدابیر چې د خپلو کارکوونکو لپاره یې لري خپل کارکوونکي په همغه کې دننه تنظیم کړي؛ دا یې حق دی. خو چې په یو حکومتي تعمیر یا غیر حکومتي تعمیر یا یوې مرستندویه ټولنې حمله کېږي دا اطلاعات زموږ د کشفي او اسخبارتي ځواکونو سره موجود وي.))
په هغه اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفارت له خوا خپره شوې؛ راغلي چې په پلازمینه کابل کې د دوی اتبعاوو ته ګواښونه متوجه دي او د کابل د روان ناسم امنیتي وضیعت په اړه اندېښنه ښودل شوې.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ممکن په کابل کې د ملګرو ملتونو پر دفتر او یا اړوندو دفترونو یې د وسله والو مخالفینو له خوا حملې وشي.

دا اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې چې د یکشنبې په ورځ هم د کابل په جوی شیر سیمه کې پر بریتانیوي سرتیرو انتحاري حمله وشوه.

خو د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په دې نظر دي چې د بهرنیانو داشان تبلیغات او وړاند وینې د افغان امنیتي ارګانونو مورال کمزوری کولای شي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امنیتي چارو کارپوه فقیر محمد فقیر ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت باید د دې ډول تبلیغاتو تر اغیز لاندې را نه شي.

((زما هیله دا ده چې د بهرنیانو د تبلیغاتو د تاثیر نه ځان وباسو؛ خپل ځان او خپل محل وپېژنو، حملې هم دوی کوي، دسیسې هم دوی کوي، حکومتونه هم دوی کوي، ړنګوي یې هم دوی، د افغانستان د خلکو مورال، د دولت مورال او حتی د امنیتي ځواکونو ارګانونو مورال له خطر سره مخامخ کوي.))

کارپوهان دا هم وايي چې بهرنیان په ځانګړی ډول امریکیان چې له دوی سره امنیتي سند هم لاسلیک شوی د امنیتي اندېښنو پر ځای دې په کابل او ولایتونو کې د امنیت د تینګښت په خاطر له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

کابل او د افغانستان یو شمېر ساړه ولایتونه چې اوسمهال د مني لومړۍ میاشت تېروي د اوسیدونکو باور یې دا دی چې د هوا په سړېدلو سره به ورو - ورو د مخالفینو حملې هم پېکه شي.

XS
SM
MD
LG