د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۲

ایوبي:یو شمېر وکیلان له وزیرانو څخه پيسې اخلي


د افغانستان د ولسي جرګې یو غړی عبدالرحیم ایوبي وایي چې یو شمېر وکیلان له وزیرانو څخه پيسې اخلي او په هغوی په بېلابېلو پلمو فشارونه راولي.

عبدالرحیم ایوبي چې په دې جرګه کې د کندهار د خلکو استازی دی د دوشنبې ورځې عمومي غونډې ته وویل چې د استیضاح له هرې غوښتنې وروسته یو شمېر وکیلان له وزیرانو پيسې اخلي او دی به یې ډېر ژر نومونه افشا کړي.

د ولسي جرګې په دې عمومي غونډې کې د ښاغلي ایوبي دغو څرګندونو ځيني تند غبرګونونه وپارول او دې جرګې رییس پریکړه وکړه چې ښاغلی ایوبي باید په دې اړوند کره اسناد ډېر ژر دوی ته وسپاري.

په ولسي جرګه کې د دوشنبې ورځې عمومي غونډه د یوڅه وخت لپاره وروسته له هغه لانجمنه شوه چې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحیم ایوبي وویل چې ځيني وکیلان له وزیرانو څخه پیسې اخلي.

ښاغلي ایوبي وویل چې د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان له وزیرانو څخه په بېلابېلو پلمو او په خاصه توګه د استیضاح د نه عملي کولو په خاطر پیسې اخلي او پرهغوی فشار راوړي:

((ایا نتیجه یې یواځې دا ده چې یو شمېر وکیلان سوء استفاده کوي. امتیاز ګیري کوي. وزیران تهدیدوي. ورځې کورونو ته پیسې ورنه اخلي. د همدې لپاره استجواب دی.

د همدې لپاره استیضاح ده. د همدې لپاره مجلس دی چې نتیجه یې منفي صفر وي.

زه پرې خبر یم چې یو شمېر وکیلانو له وزیرانو څخه پيسې اخیستي دي او پر وزیرانو یې فشار اچولی دی.))

ښاغلي ایوبي وویل چې ډېر ژر به په ولسي جرګه کې د مطبوعاتو په وړاندې د هغو وکیلانو نومونه افشا کړي چې له وزیرانو څخه یې پیسې اخیستي دي.

د کندهار د خلکو د دغه استازي یادو څرګندونو د یو شمېر وکیلانو تند غبرګونونه وپارول او د جرګې رییس یې اړ کړل چې له ښاغلي ایوبي څخه د یادو تورونو په اړه کره اسناد وغواړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي له ښاغلي ایوبي څخه وغوښتل چې راتلونکې غونډې ته دې د هغو وکیلانو په اړه چې دی یې د پیسو په اخیستلو تورنوي کره اسناد وړاندې کړي:

((ښاغلی ایوبي تاسو باید راتلونکې غونډې ته د خپلو همدغو څرګندونو په اړه مستند استناد راوړئ.

راتلونکې غونډې کې به پریکړه وکړو د هغو کسانو په اړه چې اسناد یې وړاندې کړي چې چا پیسې اخیستي نو راتلونکې غونډه د شنبې په ورځ به خپله پریکړه ورباندې نیسو.))

ښاغلي ابراهیمي وویل چې د استیضاح لپاره باید د وکیلانو لاسلیکونه ټول شي او اداري پلاوي ته وسپارل شي چې اکثر وخته اداري پلاوي ته د استیضاح لپاره کافي لاسلیکونه نه ټولیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ولسي جرګې غړي له وزیرانو څخه د پیسو په اخیستلو تورنیږي بلکې له دې مخکې هم وزیرانو ته د رایې ورکونې په پروسه کې ورته تورونه لګیدلي و.

افغان کارپوهان بیا وايي چې کیدای شي دا تورونه رښتیا هم وي خو هرڅوک چې تور پورې کوي باید په اړه یې اسناد اړوندو ادارو ته وسپاري.حقوقي کارپوه ډاکټرکبیررنجبر په دې اړه آزادي راډیو ته داسې وویل:

((زه په دې متیقن یم. همدا چې ایوبي صاحب مطرح کړې امکان لري کوم سند ولري. خو دا له حقوقي پلوه ښه نه ده. باید په رسمي توګه دا اسناد اړوندو ادارو ته وسپاري یا د دغو مسایلو په اړه چوپه خوله کیني چې که نه ناورین منځته راوړي.))

ښاغلي رنجبر همدا راز وویل چې د ولسي جرګې اداري پلاوی هم باید د دغو څرګندونو په اړه جدي پاملرنه وکړي او هڅه وکړي چې دا مسایل تعقیب شي.

دا لا روښانه نه ده چې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی عبدالرحیم ایوبي د یو شمیر وکیلانو له خوا د پيسو د اخیستلو په اړه څه سند لري خو له دې مخکې هم ورته څرګندونې شوې وې چې په جدي توګه نه دي تعقیب شوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG