د کابل امنیه قومندان وایي چې د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې درې ملکیان ټپيان شوي دي.
عبدالرحمان رحیمي په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې د دې موټر بم حملې هدف د بریتانوي ځواکونو د موټرو کاروان وو، خو په خبره یې هغوی ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه حمله نن سهار د نهو بجو په شااوخوا کې د دویمې امنیتي حوزې اړوند د جوی شیر په سیمه کې وشوه.
طالبانو د حملې مسئولیت اخیستی او بهرنیو ځواکونو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.
پخواني معلومات:
د کابل امنیتي مسئولینو تائید کړه چې د جوی شیر سیمې د انتحاري حملې هدف د بهرنیو ځواکونو د موټرو کاروان وو.
د کابل امنیې قومندان عبدالرحمان رحیمي څو شیبې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې د حملې په اړه څیړنې پیل شوي، خو وې ویل چې دا حمله مرګ ژوبله نه لري.
په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال د عیني شاهدانو په حواله وایي چې حمله د موټر بم په وسیله شوې او د حملې پرځای کې د عامو خلکو او زده کوونکو ګڼه ګوڼه هم وه.
تیره دوشنبه د کابل د دارلامان سړک ته څيرمه د روسیې سفارت ته نږدې څو تنه حمله کوونکي یوې ودانۍ ته ختلي وو او له هغه ځایه یې ټوله شپه پر شااوخوا دولتي ودانیو ډزې کولې.
د کابل د نن ورځې د حملې مسئولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې ګڼ بهرني ځواکونه یې وژلي.
پخواني معلومات:
د کابل ښار د جوی شیر په سیمه کې د یوې درنې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.
په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وایي چې چاودنه د موټر بم په وسیله شوې او هدف یې د بهرنیو ځواکونو د موټرو کاروان وو.
تر اوسه د کابل امنیتي مسئولینو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو زموږ خبریال وایي چې د حملې په سیمه کې د عامو خلکو او د ښونځي د زده کوونکو ګڼه ګوڼه زیاته وه او ممکن ملکیانو ته په کې تلفات هم اوښتې وي.
د چاودنې سیمه اوس د امنیتي ځواکونو له خوا کلا بنده ده او خبریالانو ته تر اوسه د چاودنې د څرنګوالي او تلفاتو په اړه کره جزیات نه دي ورکول شوي.
تیره سه شنبه د کابل د دارلامان سړک ته څيرمه د روسیې سفارت ته نږدې څو تنه حمله کوونکي یوې ودانۍ ته ختلي وو او له هغه ځایه یې ټوله شپه پر شااوخوا دولتي ودانیو ډزې کولې.
د کابل د نن ورځې د حملې مسئولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.