د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

په کابل کې د ناقانونه وسلو په اړه اندېښنې


د کابل په ګارنیزیون کې ځینې سرچینې وایي چې اوس وخت د افغان پوځیانو له چوکاټه بهر شاوخوا درې لکه وسلې په کابل ولایت کې موجودې دي.

که څه هم په تېرو کلونو کې له غیر مسوولو کسانو سره د وسلو موجودیت زړه بوږنونکې پيښې رامنځته کړې دي؛ ځینې امنیتي سرچینې په پلازمینه کابل کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له چوکاټه بهر شته وسلې د افغان ځواکونو د وسلو څو برابره بولي.

د کابل د ګارنیزیون په عمومي قومنداني کې ځینو سرچینو آزادي راډیو ته وویل چې اوس وخت په کابل کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له چوکاټه بهر شاوخوا درې لکه میله وسلې موجودې دي.

دغو سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط آزادي راډیو ته وویل؛ که څه هم د دغو وسلو موجودیت د انديښنې وړ خبره ده؛ خو د ناقانونه وسلو د ټولولو لپاره یو لړ پروګرامونه لري.

اخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم له غیر مسووله وسله والو سره د وسلو له موجودیته انديښنه ښکاره کوي.

د دې جرګې د کورني امنیت د کمیسیون یوه غړي صالح محمد صالح د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ که چېرته امنیتي ارګانونه له غیر مسوولو کسانو څخه وسلې ټولې نه کړي؛ د خلکو د ځان او مال لپاره به خطر رامنځته کړي.

((دومره سلاح او امکانات زموږ اردو او پولیس هم په کابل کې نه لري. دغسې ناقانونه سلاح چې هر څوک لري؛ د دغسې ورځو انتظار کوي چې کله نا امنۍ جوړې شي بیا خپل کار کوي؛ لکه د بانکونو چور کول او د ځینو مارکیټونو چور کول.

دا د افغانستان د ولس لپاره خاصه توګه د کابل ښاریانو او وکیل صاحبانو لپاره ډېر زیات د تشویش وړ خبره ده چې دا ناقانونه وسلې چې هرڅوک یې لري باید خلع سلاح شي.))

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې له دې مخکې زیات شمېر کابل ښاریانو هم ویلي وو چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو غیر مسووله وسله والو تګ راتګ دوی سخت اندېښمن کړي دي.

دوی وايي چې د جنوبي آسیا په سیالیو کې د افغان ټیم له اتلولۍ وروسته؛ د انتخاباتي لانجو پر مهال او په ځینو مناسبتي ورځو کې د کابل په بېلابېلو سیمو کې هوايي ډزې وشوې چې دا ښيي ډېر خلک وسلې لري.

له دې مخکې د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکو هم ویلي وو چې خلکو ته د وسلو د لیږد رالیږد ټول توزیع شوي جوازونه ټول شوي او د وسلو د ویش یو کمیسیون د وسلو د لیږد د مستحقینو د پيژندلو پر سر په جدي توګه کار کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په پلازمینه کابل کې د یو زیات شمېر ناقانونه وسلو له موجودیته خبره کوي او وايي چې تر اوسه یې په بشپړه توګه دا وسلې نه دي ټولې کړي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه آزادي راډیو ته وویل:

((د کابل په هکله موږ امار لرو چې څومره کسانو ته د وسلو جواز ورکړل شوی دی او څومره کسان ناقانونه وسلې لري. دا معلومات موږ له خپلو چارواکو سره هم شریک کړي دي.

په دغو کلونو کې هم موږ ځینې پروګرامونه پلي کړي چې دا وسلې ټولې کړو؛ خو تر اوسه په بشپړه توګه نه یو بریالي شوي چې دا وسلې ټولې کړو؛ خو اوس هم دا زموږ له پروګرامونو څخه یو دی.))

افغان امنیتي کارپوهان وايي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له چوکاټه بهر د وسلو او مهماتو موجودیت د خلکو د امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.

دا کارپوهان وايي چې له غیر مسووله کسانو سره د وسلو موجودیت د انديښنې وړ خبره ده او حکومت باید له هرې ممکنې لارې د دې وسلو د ټولولو لپاره جدي اقدام وکړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG