د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

فېروز: د افغانستان شل سلنه خلک په رواني ناروغیو اخته دي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي؛ د دې هېواد دېرش فیصده خلک په رواني ستونزو او شل فیصده یي په رواني ناروغیو اخته دي.

د عامې روغیتا وزیر فیروزالدین فیروزد شنبې په ورځ په کابل کې؛ د روغتیا د نړېوالې ورځې د نمانځلو په مناسبت په جوړې ناسته کې وویل؛ کورنی تاوتریخوالی، بې کاري، بې وزلي، ناامني او داسې نورهغه لاملونه دي چې د هېواد ګڼ شمېر خلک یې په رواني ستونزو او ناروغیو اخته کړي دي.

ښاغلي فیروز وویل، اوسمهال په هېواد کې د دې ستونزې د مخنیوي او درملنې لپاره امکانات لږ دي؛ خو هڅې روانې دي چې دا امکانات زیات شي:

((څرنګه چې زموږ امکانات لږ دي؛ نه شو کولی په عزت او درناوی سره د خلکو درملنه وکړو. موږ غواړو دا حالت بدل کړو.

سره له چې دا ستونزه په بشپړ ډول له مینځه نه ځي؛ خو هڅې کوو چې کمه یې کړو.))

دعامې روغتیا وزیر وویل، اوسمهال رواني ناروغانو ته د هېواد په یو زرو پنځه سوه ځانګړو مرکزونو کې؛ په وړیا توګه درمل ورکول کیږي او همدارنګه په درې سوه نورو مرکزونو کې؛ په روانو ستونزو اخته کسانو ته مشورې ورکول کیږي.

ښاغلي فیروز داهم وویل، دغه مرکزونه د ستونزې د پراختیا په پرتله کافي نه دي.

دعامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د نارینه و په نسبت ښځې زیاتې له دې ستونزې څخه کړیږي.

دا وزارت داهم وايي، په دې ناروغانو کې داسې ښځې هم شته چې له کورونو شړل شوي او اوسمهال په مرستونونو کې اوسیږي.

په دې ستونزو اخته ځینې میرمنې وايي؛ کورنی تاوتریخوالی، ناامني او بې وزلي د دوی د ستونزو لاملونه دي.

د شکیلا په نامه یوې ناروغې ازادي راډیو ته وویل:

((ډارېدم چې که پوهنتون ته لاړه شم، بېرته به ژوندۍ راځم او که نه.

ما د اکاډمۍ مخې ته ځانمرګې پېښه ولیده. د انسان لاس و پښې مې ولیدلې؛ دغه حالت پرما بد تاثیر وکړ. له چا سره مې خبرې نه کولې؛ وضعیت مې مخ په خرابېدو و؛ باالاخره دلته راغلم.))

بله میرمن سجیه وايي، کورنی تاوتریخوالی د دې د رواني ستونزو سبب شوې ده:

((کابو درې اوونۍ کیږي چې له دې ستونزې سره مخ شوې یم؛ د دې علت زما او زما د مېړه ترمنیځ ستونزه ده؛ شاوخوا درې کاله مو له واده تیریږي؛ خو اولاد نه لرو، که اولاد مو درلودلی، ممکن دا ستونزه راته نه وه پیښه شوې.))

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورنۍ، رسنۍ او دیني عالمان کولی شي چې د تبلیغاتو له لارې؛ د دې ستونزې په کمولو کې برخه واخلي.

د رواني چارو پوهان وايي، دغه ستونزې له ناامنیو، کډوالۍ، بې وزلۍ، جنګونو او داسې نورو ناخوالو سره مستقیمې اړیکي لري.

دوی له دولته غواړي چې د ستونزې کمولو ته تدابیر پراخ او جدی کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG