د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۳

داعش د پاکستان، عربو، امریکایانو او انګریزانو له خوا روزل کیږي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د داعش ډلې ګواښونو او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې لیکلي چې داعش د پاکستان، عربو، امریکایانو او انګریزانو له خوا روزل کیږي.

په مطلب کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله لیکل شوي چې د داعش یوشمېر مرکزونه د منځنۍ اسیا او د سیمې په هېوادونو کې دي او په جلب او جذب لګیا دي.

په مطلب کې د روسي چارواکو په حواله دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې د داعش ډلې درې زره جنګیالي او د طالبانو شا او خوا پنځوس زره کسان فعاله دي.

همدې ورځپاڼې بیا په یوه جلا مطلب کې لیکلي چې د افغانستان د ولسي جرګې یو پلاوی روسیې ته ځي؛ څو د هغه هېواد له چارواکو سره د داعش د ګواښ په اړه خبرې وکړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د افغانستان حالاتو ته په کتو لیکلي چې د ناټو ځینې غړي هېوادونه د افغانستان په اړه خپل پلانونه بدلوي.

په مطلب کې د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارتر په حواله لیکل شوي چې د ناټو ټولو غړو هېوادونو ته لارښونه شوې چې په افغانستان کې پر خپلو پلانونو غور وکړي دا ځکه چې پر دې پلانونو دوه کاله اوښتي دي.

سرنوشت بیا په یوه تحلیلي مطلب کې د کندز جګړې ته هم اشاره کړې او لیکلي دي چې د کندز جګړې د افغان ځواکونو کمزورۍ او د سولې د ستراتیژۍ عیبونه څرګند کړل.

جامعه باز:

جامعه باز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د عراق له موصل ښار سره د کندز د سقوط تشبیه کېدل افغانستان ته یو خبرداری دی او هغه دا چې افغانستان به هم د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د عراق له برخه لیک سره مخامخ شي.

په سرمقاله کې راغلي چې د افغانستان شرایطو ته په کتو اوس د دې وخت را رسیدلی چې امریکا له افغانستان په وتلو کې غور او دقت وکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور اوس په افغانستان کې د داعش ډله یو نوی ګواښ دی چې په سیمه کې یې د فعالیت ریښې غځیدلي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو د بېلابېلو ډلو موجودیت ټولې نړۍ ته یو ګواښ دی.

په سرمقاله کې راغلي چې پاکستان دې فرصت ته په تمه و او دی چې بهرنیان له افغانستانه ووځي او وسله وال مخالفین تجهیز کړي.

XS
SM
MD
LG