کابل امنیه قوماندانۍ وايي، په هغو چاودونو کې چې د کابل ښار پامیر سینما سیمې ته نږدې؛ پر عمومي تکیه خانې وشوه، یو تن په کې مړ او درې ټپیان شول.
د کابل امنیه قوماندانۍ مرستیال سیدګل اقا روحاني د پیښې پرمهال خبریالانو ته وویل؛ درې واړه مقناطیسي بمونه د عمومي تکیه خاني په درې څنډو کې وچاودېدل چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او ۳ نور ټپیان دي.
دا پېښه د جمعې په ورځ غرمه مهال وشوه. د پیښې مسوولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
امیني ځواکونو وايي، د پیښې په تړاو یې تراوسه یومشکوک کس نیولی دی.
پخواني معلومات:
د کابل د لومړۍ حوزې په سینما پامیر سیمه کې چاودنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په کابل کې د لومړۍ حوزې امر ګل رحیم صافي له ازادي راډیو ته سره خبرو کې وویل چې پېښه شاوخوا یوه بجه د سیمنا پامیر سمیې ته څېرمه د چنداول عمومي تکیه خانې ته نږدې د درېیو لاسي بمومو د چاودنو له امله رامنځ ته شوې چې یو تن یې وژلی او درې نور ټپیان دي.
د ښاغلي صافي په وینا وژل شوی او ټپیان واړه ملکیان دي.
په سیمه کې عیني شاهدان بیا وايي چې د پېښې په سیمه کې یې څلور ټپیان لیدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې بېګاه شپه د کابل د درېیمې حوزې اړوند په دهبوري سیمه کې دوو انتحاریانو پر یوه هوټل حمله وکړه چې په پایله کې یې د حمله کوونکو په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي.