د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۸

په افغانستان کې به د روسیې رول څه وي؟


افغان حکومت وايي روسیه کولای شي چې د افغانستان او سیمې د امنیت په تینګښت او پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

له افغانستان سره د روسیې د همکارۍ د څرنګوالي په اړه په داسې حال کې خبرې کېږي چې په دغه هېواد په ځانګړي ډول شمال کې نا امنۍ په یو بې ساري ډول زیاتې شوې دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې روسیه کولای شي چې په سیمه او افغانستان کې د امنیت د تینګښت او پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې روسیه په سیمه کې د یو مطرح ځواک په توګه کولای شي چې د سیمې او افغانستان په وړاندې د ګواښونو په لمنځه وړلو کې ښه رول ولوبوي:

((روسیه کولای شي، د افغانستان په امنیت او په هېواد کې دننه او سیمه کې د امنیت د تقویت په خاطر ښه رول ادا کړي.

د دې لپاره چې موږ تل نړېوالو ته ویلي او ډېر هم خوشبخته یو چې نړېوالو زموږ دا خبره منلې چې د افغانستان ستونزه یواځې په دغه هېواد پورې تړلې نه ده؛ سیمه ییز بعدونه لري.))

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روسیې د سنا یو غړي ویلي چې افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې د ښې مبارزې په هدف د روسیې تخنیکي او پوځي مرستې ته اړتیا لري.

ایګور موروزوف ویلي، که د افغانستان پوځ هلکوپترې او نور مناسب جنګي مهمات درلودل؛ نو مخالفینو نه شول کولای چې په کندز کې پرمختګ وکړي.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم دوه ورځې مخکې له مسکو څخه په کتنه کې له روسیې چارواکو څخه غوښتي چې د افغانستان د قضیو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او له دغه هېواد سره د ترهکرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.

د ولسمشر د لومړي معاونیت د مطبوعاتي دفتر سلاکار سلطان فیضي ازادي راډیو ته وویل چې د ملي دفاع د وزیر په ګډون روسي چارواکو د دې غوښتنې په په ځواب کې ویلي چې د افغانستان وضیعت به تر څېړنې لاندې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیه له نېږدې یوې اونۍ راهیسې په سوریه کې هوايي بر یدونه کوي او ویلي یې دې چې د دغه بریدونو هدف د داعش مورچلې دي.

روسیې الوتکو تر هغې ورسته به سوریه کې هوايي بریدونه پیل کړل چې د دغه هېواد سنا ولسمشر پوټین ته واک ورکړ چې په سوریه کې له خپلې قوې استفاده وکړي.

داسې پوښتنې موجود دي چې په افغانستان کې د داعش په وړاندې د روسیې مبارزه به په کومه کچه وي؟ ایا دغه هیواد به په افغانستان کې هوايي حملې ترسره کړي؟

د افغانستان د مشرانو جرګې ریس وايي په دغه هیواد کې د ناټو او امریکا د شتون په صورت کې د روسیې هوايي حملو ته اړتیا نه لیدل کېږي.

فضل هادي مسلم یار ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه مساله به د افغانانو په ګټه نه وي:

(( امریکا او ناټو له روسیې سره په مخالفت کې دي، که چېرې له روسیې نه د افغانستان حکومت غوښتي وی یا امادګي لري نو لومړی دې له ناټو سره خپل دریځ معلوم کړي، بیا دې پیمان له دوی سره فسخه شي له روسیې سره دې خبره وکړي.))

دا په داسې حال کې ده د تاجکستان جمهور ریس امام علي رحمانوف په دې ورستیو کې په افغانستان کې د وضیعت د خرابېدلو له امله څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې له افغانستان سره د خپل هیواد د پولو د وضیعت په اړه اندېښمن دی.

دغه شان د روسیې جمهور ریس ولادمیر پوتین د خپل تاجک سیال سره په لیدنه کې ویلي چې دوی باید د سیمې د وضیعت په اړه چې د دوی جدي اندېښنه یې راپارولي خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګه وايي چې له روسیې څخه د مرستو د غوښتنې په هدف دېر ژر به یو پلاوی دغه هیواد ته ولاړ شي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نظیر احمدزی وايي؛ روسي چارواکو ته به ووايي چېافغانستان سره به د هوايي ځواک په برخه کې د دوی مرسته د داعش په وړاندې د مبارزې په برخه کې چې د سیمې لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي؛ افغان ځواکونه پیاوړي کړي:

((موږ به په وضاحت سره هلته له همسایه ګانو نه غوښتنه وکړو چې د افغانستان د حریم خلاف ورځي ونه کړي او له دې ځایه عملیات تر سره نه کړي؛ خو موږ به د بلا عوضه هوايي مرستې غوښتنه وکړو چې په افغانستان کې داعش له منځه یوسو.))

روسیه د سیاسي، اقتصادي او پوځي اړخه په سیمه کې یو پیاوړی هېواد دی؛ خو په ورته وخت کې کارپوهان وايي چې نا امن افغانستان به د روسیې ګټو ته زیان ورسوي.

ویل کېږي، روسیه له دې امله اندېښمنه ده چې که افغانستان ترهګرو ته په یو امن ځای بدل شي؛ د افراطیت او مخدرو موادو به وړاندې مبارزه به د دغه هېواد لپاره اسانه نه وي.

په ورته وخت کې خلک په افغانستان کې د روسیې پخواني شتون ته په کتو سره په خپل هېواد کې د دغه هېواد له پوځي مخالف دي.

یو شمېر کابل میشتي د افغانستان د اوسني ناسم وضیعت پړه په روسیې اچوي او وايي چې په دغه هېواد د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل ورسته په لکونه افغانان ووژل شول.

خو افغان حکومت ویلي چې په افغانستان کې د روسیې پوځي شتون نه دی مطرح.

په ورته وخت کې د چارو کارپوهان وايي چې روسیه کولای شي چې په تخنیکي؛ استخبارتي او په یو ډول په پوځي برخه کې له افغانستان سره موثره همکاري ولري.

د سیاسي چارو کارپوه او د امریکا د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز رییس روح الله امین ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې به اوسمهال د روسیې فزیکي حضور اسانه نه وي:

((روسیه کولای شي له افغانستان سره تخنیکي او استخباراتي او له دې ډلې مرستې وکړي. خو دا چې په افغانستان کې سرتیري ولري؛ د دې لپاره به ډېر وخت وي. داعش او طالبان د روسیې او منځنۍ آسیا د امنیت لپاره یو ډېر جدي تهدید دی؛ خو دا چې د مداخلې میکانیزم به یې څه وي دا به لرې وي چې موږ یې په اړه ووایو.))

یو شمېر کارپوهان وايي چې په افغانستان کې به د ناټو؛ امریکې او روسیې مخامخ کېدل کیدای شي چې په دغه هېواد کې د دغو لویو ځواکونو تر منځ یو شمېر کشمکشونو رامنځته کړي.

دوی وايي، ښه به دا وي چې د روسیې د پوځي شتون پر ځای په تخنیکي؛ پوځي، هوايي، اطلاعاتي او د افغان ځواکونو د تجهیز په برخه کې د دغه هېواد همکاري زیاته شي.

XS
SM
MD
LG