د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

۱۱۰کلن افغان له خپلې کورنۍ سره یوځای جرمني ته رسیدلی


يو افغان سړى چې ادعا کوي د ١١٠ کلونو دى له خپلې کورنۍ سره يوځاى جرمني ته رسېدلى دى.

دا خبرد اتريش پر پوله په پاساو ښارګوټي کې جرمني پوليسو د چهارشنبې په ورځ ورکړ.

دغه افغان سړى چې راپورونه وايي په سترګو ړوند دى او د خبرو کولو توان هم نه لري، له خپلې کورنۍ سره يوځاى جرمني ته رسېدلى دى.

د ده د کورنۍ نهه غړي دي، چې په هغو کې څلورماشومان او يوه اميندواره ښځه هم شامله ده.

د دې افغان سړي لور وايي چې پلار يې ١١٠ کاله مخکې يعنې د ١٩٠٥م کال د جنورۍ په اوله نېټه زېږېدلى دى.

د جرمني خبري اژانس ليکي، چې د دې افغان سړي د زېږېدو نېټه ځکه نه شي چک کېدلاى چې له دې کورنۍ سره په دې اړه اسناد نه شته.

يوه ترجمان ويلي چې دغه نېټه او د دې سړي عمر ښايي دقيق وي، ځکه دى د تګ په وخت کې امسا لګوي او د کمزورۍ له کبله ډېر ورو ګامونه اخلي.

د دې سړي ٦٠ کلنه لور وايي، دوى له بغلان ولايته خپل سفر پيل کړ چې يوه مياشت وخت يې ونيوه.

د دې کورنۍ نارينه غړي د دې زاړه سړي په انتقال او تګ کې مرسته کوي.

دغه کورنۍ وايي، وروسته له هغې چې يې وسله والو طالبانو درې وروڼه ووژل، دوى مجبوره شول، چې اروپا ته د کډوالۍ پرېکړه وکړي.

په وروستيو کې اروپا ته د هغو کډوالو شمېر زيات شوى، چې له افغانستان، عراق، سوريې او نورو هېوادونو ور روان دي.

د ملګرو ملتونو تازه ارقام وايي، روان ميلادي کال د هغو کډوالو شمېرپنځه لکه او ٢١زرو ته رسېدلى، چې د مديترانې له لارې اروپا ته رسېدلي چې د دې شمېر ٥٥ برخه کډوال د سوريې دي.

XS
SM
MD
LG