د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

افضلي: د بودجه د شفافیت په برخه کې د افغانستان امتیاز کم شوې


د افغانستان د شفافیت د څار د ادارې یوه سروې ښيي چې حکومت د بودجې د شفافیت په برخه کې د خپلو پخوانیو لاسته راوړنو یوه برخه له لاسه ورکړې ده.

هغه څېړنه چې اوس ـ اوس د دغې ادارې له خوا شوې ښيي چې افغان حکومت په پخوانی مالي بودجې کې د شفافیت په برخه کې ۵۹ امتیازه خپل کړي وو خو تېرکال دغه امتیازونه ۴۲ ته راښکته شوي دي.

د شفافیت د څاراداره د امتیازونو د کمېدلو یولامل په یاده برخه کې د شفافیت نه موجودیت ګڼي.

په داسې حال کې چې د نړېوال بودجوي شفافیت منځنۍ کچه ۴۵ ده، د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي چې د دغه هېواد د تېرکال د مالي بودجې ۴۲ امتیازونه خپل کړي دي چې د پخوا په پرتله کموالی ښيي.

د دغې ادارې موندنې ښيي چې په یاده برخه کې د شفافیت نه موجودیت او په حساب ورکولوکې د خلکونه ګډون د امتیازونو د کمېدلو اصلي لاملونه دي.

د شفافیت د څارد ادارې اجراییوي ریس سید اکرم افضلي د سه شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د مالي بودجې د شفافیت په برخه کې د حکومت لاسته راوړنې د پخوا په شان نه دي:

((په خواشینۍ سره باید ووایم چې افغان حکومت کومې لاسته راوړنې چې تېرکال یې د بودجې د شفافیت په برخه کې درلودې هغه یې ونه شوې ساتلی او بیا هم په خواشینۍ سره چې په دې برخه کې د افغانستان امتیازونه له ۵۹ څخه ۴۲ ته را کم شوي دي.))

ومو غوښتل په دې برخه کې د مالیې وزارت نظر هم ولروخو دوی په دې برخه کې خبروکولو ته حاضرنه شول.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ۲۰۱۲ زېږدیزکال کې په یاده برخه کې ۵۹ امتیازونه درلودل.

په داسې حال کې چې افغانستان تېرکال د مالي بودجې څخه د خلکو د څارپه برخه کې د نړۍ په کچه لوړ امتیاز ترلاسه کړی خو د بودجوي ضعف او کافۍ اسنادو د نه موجودیت له امله دغه امتیاز کافي نه ګڼل کېږي.
دغه اداره د شوې څېړنې له مخې وايي، له دې امله چې څېړنیزه څانګه، مسلکي کسان او ان د بودجوي څارنې لپاره یو ځانګړی قانون نشته د افغانستان د تېرکال منځنۍ څېړنه نه جوړه شوې او نه هم خپره شوې ده.

دوی دغه شان وايي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي د خپلو شخصي او سیمه ییزو ګټو د خوندي کولو لپاره په مالي بودجه کې مداخله کوي چې دا د خلکو او هېواد په ګټه نه ده.

د شفافیت د څارد ادارې د حق غوښتنې د څانګې غړی سمیرالله پوپل زی وايي، اړتیا ده چې خلک او مدني ټولنه د ملي شورا ترڅنګ کلنۍ بودجه وڅاري:

((اړتیا ده چې افغان حکومت ځیني سټنډرډ میکانیزمونه جوړکړي، له دغه میاکنیزمونوڅخه کېدای شي یو یې ټولنیزحساب ورکونکی میکانیزم وي، دا چې بودجه څه ډول تخصیص کېږي، څه ډول اجرا کېږي او لاسته راوړنې څه دي؟باید شفاف وي او حکومت ورته ځواب ووايي.))

د افغانستان د شفافیت د څار اداره له حکومته غواړي چې د کلنۍ بودجې ټول اسناد چې د مصوده پیشنهاد، د بودجې قانون، د یوکال په ترڅ کې راپور، د کال د منځ څېړنه او د کال وروستی راپور په کې شامل دي جوړ او له خلکو سره شریک کړي.

که څه هم د دغې ادارې په وینا په بودجه کې د شفافیت نه موجودیت یوه لویه ستونزه ده خو ټینګار کوي چې افغان حکومت باید هڅه وکړي چې د افغانستان په مالي بودجه کې شفافیت راولي.

XS
SM
MD
LG