د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

مسلمیار:ننګرهارته دې د داعش د ځپلو په هدف حمایوي ځواکونه ولېږل شي


د افغانستان د مشرانو جرګې مشر له حکومته غواړي چې ننګرهار ولایت ته د داعش د ځپلو په هدف حمایوي ځانګړې او کمانډو ځواکونه ولیږي.

د مشرانو جرګې مشر وایي چې د داعش د تمویل او فعالیت سیمه د ننګرهار اچین ولسوالۍ ده او آی.ایس.آی یا د پاکستان استخباراتي کړۍ یې د فعالیتونو کلک ملاتړ کوي.

فضل الهادي مسلمیار وایي چې حکومت باید په دې سیمه کې د داعش ریښې وچې او اجازه ورنه کړي چې نورو ولایتونو ته وغځیږي.

ښاغلي مسلمیار د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار کوټ ولسوالۍ د حکومت د عملیاتو له امله د داعش له حضوره پاکه شوې او په کار ده چې دې ولایت ته حمایوي ځواکونه هم ولیږل شي:

((موږ سل ځله ویلي چې د داعش په نوم یوه نوې پدیده د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې پيدا شوې ده؛ دغه ډله د سیمې د استخباراتو په ځانګړې توګه د پاکستان د آی.ایس.آی په ملاتړ د سیمې له خلکو باج اخلي او د خلکو په وژلو او ځورولو یې پیل کړی دی.

صلي مرکزونه یې په اچین ولسوالۍ او مامند دره کې دي؛ له همدې مرکزونو څخه د دې ډلې تمویل ننګرهار او ټول افغانستان ته کیږي؛ حکومت ته په کار ده چې مخه یې ونیسي.))

له دې وړاندې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر هم له حکومته غوښتي وو چې د داعش د فعالیت مخه ونیسي او که نه له اختر وروسته به د خلکو په ملاتړ خپله د داعش پر ضد جګړه پيل کړي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه اندیښنه وښوده او ویې ویل چې له سوریې او عراق څخه د داعش ډلې یوشمېر جنګیالي افغانستان ته راغلي دي.

له ترهګریزو ډلو څخه د ملګرو ملتونو څارونکي ټیم په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په پنځه ویشتو ولایتونو کې داعش فعاله دی او ورځ تر بلې یې پلویان زیاتیږي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د هېواد په پنځه ویشتو ولایتونو کې د داعش حضور رد کړ؛ خو زیاته یې کړه چې د ملګرو ملتونو په څیر دوی هم د داعش فعالیت ته اندېښنه لري.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کانفرانس کې د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې داعش یوازې په ننګرهار او هلمند کې فعالیت لري او حکومت یې د له منځه وړلو هڅې کوي.

((د سازمان ملل اندیښنه پر ځای ده؛ موږ هم اندیښمن یو چې د دوی حضور کیدلي شي افغانستان کې موږ ته یو تهدید وي؛ هغه ضربتي ټیمونه او مشخص کاري ګروپونه چې جوړ شوي امنیتي ځواکونو کې؛ د دوی اساسي وظیفه همدا ده چې ښه معلومات را غونډ کړو او وګورو چې داعش کې څوک دي؛ له کوم ځایه راغلي او څه فعالیتونه کوي؟

موږ هم په داعش کې د بهرنیو ترهګرو د موجودیت په اړه اندیښنه لرو؛ دوی کولای شي چې موږ او سیمې ته یو لوی تهدید وي.))

صدیقي وویل چې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې پيل شوي عملیات هم ښه پر مخ ځي او زیاته یې کړه چې په دې عملیاتو کې تراوسه د داعش ۵۱ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

څیړونکي هم وایي چې په ننګرهار کې د داعش ډلې د فعالیتونو زیاتوالی د دوی څرګندویي کوي چې د ډيورند کرښې له هغې غاړې د دې کسانو ملاتړ کیږي.

دوی وایي چې د داعش ډلې اعمال په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دي او حکومت ته په کار ده چې د ولسونو په مرسته یي وځپي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG