د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

اشرف غني: د سولې د ټینګښت لپاره ننواتي نه شو کولای


افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وایي، سوله د افغانستان حق دی او د ټينګښت لپاره یې چاته زارۍ نه کوي.

ولسمشرغني نن ( شنبې ) د ارګ په ماڼۍ کې د یو شمېر ولایتي شوراګانوله استازیو سره د لیدو پرمهال وویل چې د سولې لپاره یې د سیمې او نړۍ په کچه ډير کارونه وکړل او اوس نړېواله ټولنه د افغانستان په ریښتینې دريځ قانع شوې ده.

سره له دې چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د حکومت د وسله والو مخالفینو وروستي دریځ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو کړکیچنو اړیکو ظاهراً د دې بهیر پر وړاندې تازه خنډونه رامنځ ته کړل، خو د افغانستان حکومت ټینګارکوي چې د سولې دروازه د هرچا پرمخ خلاصه ده او ټوله باید په دغه بهیرکې برخه واخلي.

ولسمشرمحمد اشرف غني چې د شنبې په ورځ یې د بېلابېلو ولایتي شوراګانو استازیوته د ارګ په ماڼۍ کې وینا کوله ټينګار وکړ چې د سولې د ټیګیدو لپاره باید زمینه برابره شي.

ولسمشرغني په خپلو خبرو کې پاکستان ته په اشارې سره وویل، چې سوله د افغانستان حق دی او د ټينګښت لپاره به یې چا ته زارۍ ونه کړي:

((یونفرچې د حق او قضاوت انسان وي موږ نه شي ملامتولی چې د سولې لپاره مو پاکستان سره لوی ګامونه واخیستل.

حد اقل څوارلس کاله کیږي چې پاکستان په یو نااعلان شوي جګړې کې له افغانستان سره دی او موږ د دې جنګ ختم غواړو. نه د دې لپاره چې زارۍ او ننواتي کوو، دا زموږ د ولس حق دی.))

ولسمشرد خپلو خبرو په دوام وویل چې ښه او بد تروریزم نشته بلکې تروریزم یې د ټولې سیمې لپاره یو سرطان وباله او پر وړاندې یې د مبارزې لپاره پر ګډ کار ټینګار وکړ.

ښاغلي غني وویل چې د دولت او ولس ترمنځ واټن تل د افغانستان لپاره بحران رامنځ ته کړی او زیاته یې کړه چې د سولې د ټینګښت لپاره باید ټول ولسونه کار وکړي.

ده وویل، چې د سولې د ټینګښت لپاره حکومت د سیمې او نړۍ په کچه زیات کارونه کړي او نړۍ اوس د افغانستان په ريښتینولۍ قناعت کړی دی:

((ما خپل اخري کوښښونه د منطقې او نړۍ په سطحه وکړل.

نن د افغانستان په برحق موقف باندی ټوله نړۍ را سره قانع ده.

دوولس میاشتې مخکې دنیا را سره نه و. په شک کې و. اعتبار یې نه درلود. مګر نن موږله دنیا سره خپل موقف ټينګ کړ.))

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو نوي مشرملااخترمحمد منصور د لوی اخترپه مناسبت پیغام کې ویلي، په افغانستان کې هغه وخت د سولې راتګ امکان لري چې اشغال پای ته ورسیږي.

هغه په دې پیغام کې د نورو مسایلو ترڅنګ ویلي، که افغان حکومت غواړي چې په هېواد کې جګړه پای ته ورسیږي او سوله ټینګه شي، نو له بهرنیانو سره دې هر ډول امنیتي سند لغوه کړي.

ولسمشرمحمد اشرف غني د شنبې په ورځ دغه راز د افغانستان د قومونو د سراسري شورا له غړیو سره د لیدو پر مهال وویل، سږکال د افغانستان د بقا لپاره تر ټولو سخت کال دی او افغان ځواکونه د بقا له یوې سختې ازموینې په بریالیتوب سره وتلي دي.

خو ده وویل، چې د راتلونکې لپاره د هر ډول ستونزو سره د مبارزې چمتوالی لري.

په همدې حال کې د لوی کندهار د ولسي شورا غړي محمد ایوب رفیقي له ولسمشر سره د لیدو پرمهال دا مهمه وبلله چې د سولې لپاره باید ټول ولس د کلیو او بانډو او جوماتونو په کچه تبلیغ وکړي:

((سوله د افغانستان، خصوصاً د جنوب غرب حوزې او لوی کندهار د خلکو یوه خاصه غوښتنه ده او ستاسو دا پیغام چې سوله باید له ولسونو او جوماتونو څخه پیل شي، موږ یې تجمید او هرکلی کوو.))

له دې سره-سره افغان حکومت په نړېواله سطحه هم هڅې پيل کړي څو پرپاکستان چې افغانستان یې د طالبانو خوندي ځاله بولي د نړۍ له خوا فشار راشي او دا هېواد د سولې د ټينګښت لپاره صادقانه همکاري وکړي.

د همدې نړیوالو هڅو په دوام د افغانستان د حکومت یوه چارواکې ویلي و، چې د پاکستان د مداخلو او د افغانستان د وسله و الو مخالفینو څخه د دغه هیواد د ملاتړ په اړه به د حکومت اجراییه رییس د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې هم شکایت وکړي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو ترمنځ د رهبری په سر شته اختلافاتو ته په کتو داسې معلومیږي چې دا ډله به له افغان حکومت سره د سولې دویم پړاو خبرو ته ژر چمتو نه شي.

XS
SM
MD
LG