د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني یو ځل بیا د سولې په تامین ټینګار وکړ.
ښاغلي غني نن د لوی اختر تر لمانځه وروسته رسنیو ته وویل چې جګړه پر افغانستان تپل شوې ده او ټول افغانان د دایمي سولې د ټینګښت لیواله دي.
ښاغلي غني دا هم وویل چې یو سخت کال تېر شوی خو هیله ده چې اساسي کارونه یې رنګ راوړي.
سوله هغه څه چې افغانان یې له کلونو راهیسې تمه کوي تل په لویو غونډو او د اختر په مناسبت د ولسمشر د ویناوو اصلي برخه هم جوړوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د لوی اختر په مناسبت په وینا کې وویل چې افغانان په خپل هېواد کې د یوې تل پاتې سولې په لټه کې دي.
ښاغلي غني د افغانانو تر منځ د سولې په تامین ټینګار وکړ او ویې ویل چې هیله من دی په دې اړه روانې هڅې ښه نتیجه ورکړي.
«سوله د هر یوه افغان غوښتنه ده، با عزته او تل پاتې سوله داسې یوه سوله چې پکې د افغانستان د ټولو وګړیو حقونه د اساسي قانون په بنسټ مساوي وي. بین الاافغاني سوله نسبت ټولو وختونه ته اوس ښه ممکنه ده. هغو خلکو چې دا جګړه په مونږ تحمیل کړې باید پوه شي چې د نورو د شومو هدفونو وسیله ګرځیدلي دي.»
ښاغلي غني وویل چې جګړه پر افغانان تپل شوې او هغو چې دا جګړه توده ساتلې په دې پوهیږي چې افغانان د سولې د تامین لپاره خپلې هڅې نه پریږدي او په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ثبات او پرمختګ په لټه کې دي.
افغان ولسمشر په داسې حال کې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې په تامین ټینګار وکړ چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو رسمي خبرې تر نامعلوم وخت ځنډیدلي دي.
جمهور رییس غني د اختر په مناسبت په دې وینا کې چې په ارګ کې یې وکړه دا هم وویل چې یو سخت کال تېر شوی خو هیله شته چې اساسي کارونه خپل رنګ راوړي.
«ویلي مو وو چې سږ کال یو سخته کال دی خو مونږ ډېره هیله لرو هغه اساسي کارونه مو چې په تېرو میاشتو کې کړي دي نتیجه ورکړي. په خاصه توګه زمونږ تمرکز د روان کال په مني او ژمي کې په اقتصادي وضعیت باندې دی.»
جمهور رییس په داسې حال کې د اساسي کارونو خبره کوي چې له حکومته یې یو کال تیریږي او په دې یوه کال کې د افغانستان په اکثرو سیمو کې سختې نا امنۍ روانې وې.
څیړونکي وايي چې افغان حکومت په یوه کال کې د فساد د له منځه وړلو لپاره ښه کار کړی خو د جګړې د بندیدو او د سولې د تامین لپاره یې هڅو نتیجه نه ده ورکړې چې له امله یې هره ورځ لسګونه افغانان بهرنیو هېوادونو ته مخه کوي.
صفي الله ستانکزی