د اروپا په سفر وتلی یو تنکی افغان ځوان چې د نیمې لارې څخه بېرته کور ته راستون شوی وایي؛ د ژوندي پاتې کېدو هیلې یې مړې شوي وې.
د دردونو داستان، هغه چې د غربي هېوادونو په سفر وتلی؛ یو تنکی ځوان یې بیانوي.
فرهاد احمدزی په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل و؛ هغه د کور کوچنی ځوان دی شاید په ګټه یا تاوان نه پوهیده؛ خو د هغه په وینا، نورو ځوانانو او قاچاقبر تشویق کړ چې اروپا ته د تلو ښه وخت راغلی دی.
فرهاد د څوارلسو ورځو په سفر کې تر ترکیې رسیدلی وو؛ خو وايي چې په مخته تلو کې یې مرګ لیده او خپله یې پولیسو ته ځان وسپاره چې بېرته یې افغانستان ته راستون کړي.
فرهاد احمدزی مو په داسې حال کې پيدا کړ چې کورنۍ یې د بېرته راتلو جشن نیولای و.
هغه ازادي راډيو ته وویل د خپلې خاورې له وتلو سره د قاچاقبر ظلمونه شروع کیږي او هغه یوه خبره نه عملي کیږي چې د پیسو ایښودلو په وخت کې یې قاچاقبر ژمنه کوي.
((له نیمروزه چې روانیږی نور نو خیر نه ویني موږ یې په یوه ډاله کې دېرش نفر واچولو؛ خو قاچاقبر وايي چې مخکې بیا ښه کیږي؛ خو ښه کیدل نه شته تر هغې چې ځې دا سفر همداسې په ظلم کې وي؛ په پاکستان کې خلکو ودرلو ټولې پیسې یې رانه یوړې.))
نوموړی وايي، په لارو کې ده غله، حیوانات، مرګ او دا چې په دې لارو تلونکي خلک څنګه د قاچقبرو له خوا لکه د حیواناتو خرڅیږي په خپلو سترګو لیدل.
((زموږ سره دېرش نفر وو په دې کې څلور غلو راڅخه کوز کړل؛ له دوو څخه یې غوږونه پرې کړه او د دوه نورو یې نوکان باسلي وو؛ قاچاقبر خپله غل شي او چې پوهیږې د چا سره ډيرې پیسې دي؛ هغه په خپله د غلو په لاس ورکوي.))
ښاغلی احمدزی وايي، د نیمروز ولایت له لارې پاکستان او د پاکستان د بلوچستان ایالت له لارې ایران او له هغه ځایه بیا د سختو کړاونو وروسته تر ترکیې ورسید.
هغه وایي، دا ټول سفر هومره اسان نه وو لکه په خوله چې ویل کیږي؛ نوموړی وایي، په دې موده کې یې له کور سره اړیکه نه وه او له راتګ سره یې کورنۍ و نه پیژانده.
دا دردونه تنکي ځوان احمدزي لیدلي وو؛ خو دی وايي چې له ده ډېر فکرونه یې دلته په کور کې خپلو خپلوانو ګاللي دي:
((مور مې راته وايي، ته چې نه وې نه مې ډوډۍ ته زړه کېده او نه خوب راته؛ دوی دلته راته ډېر ځورېدل، خو زه په ځان نه پوهیدم داسې خراب شوی وم چې دوی راباندې د لیوني ګمان کاوه.))
فرهاد احمدزی چې بېرته هېواد ته راغلی خوښ دی او وايي چې خلک باید د قاچاقبرو په خبرو او خپلو هوسونو تېر نه باسل شي.
((شکر چې اوس په خپل وطن کې یم او ژوندی یم؛ که اوس راته جرمني پاسپورټ هم راکړي قسم خورم چې ور به نه شم؛ په خپل وطن کې چې له لوږې مړ شو ښه یو عزت خو به مو وي.))
په دې وروستیو کې چې د عربي نړۍ په ځینو هېوادونو او افغانستان کې اقتصادي او امنیتي حالت تر پخوا بدل شوي؛ ډېرو دا ډول ځوانانو په قاچاقي لارو اروپا ته مخه کړي ده.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د ټولو دې کډوالو چې د اروپا په لوري روان دي په اټکلي ډول ۱۳٪ افغانان جوړوي.
د دغه وزات مطبوعاتي سالاکار حفیظ احمد میاخیل وايي؛ په دې وروستیو کې انساني قاچاق خورا ډېر شوی او تر دې چې څوک ورته د جرم په نظر نه ګوري.
ښاغلی میاخیل وايي، غیرقانوني سفرونه له ډېرو کړاونو او مرګونو ډک دي؛ له دې امله دوی کوشش کوي چې د انسان له قاچاق کوونکو سره د مبارزې زمینه برابره شي.
((یوه ګډه کمیټه او یو کمیسیون جوړ شوی او په ګډه د انساني قاچاق او د کډوالو په قاچاق په قانون کار کوو؛ د دغه قانون طرح د کابینې له خوا تصویب شوی؛ موږ هیله من یو چې د دغه قانون په تصویب سره به هم د غیر قانوني کډوالۍ کچه راټیټه شي د کوم چې اوس ازاد کاروبار کیږي.))
نوموړی وايي، وروسیتو مهاجرتونو د کډوالو چارو وزارت خورا زیات اندېښمن کړی او دا وزارت له ځوانانو غواړي چې په خپل هېواد کې د حالاتو مقابله وکړي.
تر دویم نړېوال جنګ وروسته د روان میلادي کال له پیل راهیسې اروپا ته تر ټولو ډېرو غیرقانوني کډوالو چې له سوریې عراق او افغانستان څخه تیښتېدلي؛ مخه کړې ده.
د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو بیا په خپله وروستۍ ناسته کې د دغو کډوالو د ویش پرېکړه لیک تصویب کړ؛ تر څو په یوه اروپایي هېواد د فشار مخه نیول شوي وي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ