د افغانستان ولسي جرګې په پاکستان کې د یو شمېر افغانانو په نیول کېدو انتقاد وکړ او ویې ویل چې دا کار به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم خرابې کړي.
هر کله چې په پاکستان کې حملې او چاودنې کیږي؛ تر ډېره ځنډه افغانان د دغه هېواد د پوځ له خوا ځورول کیږي او په بېلابېلو پلمو زندانونو ته اچول کیږي.
د افغانستان ولسي جرګه وايي چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې په هره پلمه د افغانانو نېول کیدل د زغم وړ نه دی او باید نیول شوي افغانان ژر تر ژره خوشې شي.
د دې جرګې مرستیال نذیراحمدزي د چهارشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت په ورته کار سره دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي او اصول تر پښو لاندې کوي:
((لکه څنګه چې تل زموږ په همسایه هېوادونو کې داسې پيښې کیږي؛ هغوی بیا ټول زور له افغانانو باسي او افغانان نیسي. هیڅکله افغان ولس دا رقم کارونه نه کوي؛ دولت دا رده کړې ده.
مونږه خپله جنګونه لیدلي دي. موږ نه غواړو چې په پردیو ممالکو کې مداخله وکړو. خو دا چې پاکستان اوس دا کار کوي دا به دوه اړخیزې اړیکې خرابې کړي موږ یې په کلکو ټکو غندو.))
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د سه شنبې په ورځ څلویښت افغانان په دې تور نیول شوي چې د کوټې د هوايي پوځ د خالد نومي اډې په سیمه کې په ناقانونه توګه اوسېدل.
د پاکستان یوې مشهورې ورځپاڼې ډان د پولیسو په حواله لیکلي چې دا کسان له نېول کېدو وروسته تر پوښتنو لاندې نیول شوي.
ویل کیږي، دا افغانان د هغو هڅو په لړ کې نیول شوي چې د پاکستان حکومت په پيښور کې د هوايي ځواکونو په اډه باندې له حملې وروسته د شکمنو کسانو د نیولو لپاره پیل کړي.
پاکستاني پوځ ادعا کړې وه چې په بډه بېره کې د هوايي ځواکونو په اډه باندې برید چې نهه ویشت پوځیان په کې ووژل شول؛ په افغانستان کې طرح شوې وه او له هماغه ځایه کنټرولېده.
خو افغان حکومت له دې مخکې دا په کلکه رد کړې وه چې افغانان دې په دې حمله کې ښکیل وي یا دا حمله د افغانستان له خاورې پلان شوې وي.
اخوا سیاسي کارپوهان وايي چې پاکستان د افغانانو په نیولو سره غواړي چې د افغان حکومت هغه شکایتونه چې تمه ده د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې یې د پاکستان په اړه مطرح کړي کمرنګه وښيي.
د سیمه ییزو مسایلو شنونکي احمد سعیدي په دې اړه آزادي راډیو ته وویل:
((واقعیت دا دی چې په ملګرو ملتونو کې دوه درې ورځې وروسته غونډه جوړیږي. ویل کیږی چې افغانستان غواړي د پاکستان په اړه رسماً شکایت مطرح کړي. پاکستان له یو طرف نه افغانستان متهم کوي چې په پيښور حمله کې یې لاس درلود. افغانان نیسي. اصلي هدف دا دی چې دغه موضوع په یوه نوع سبوتاژ کړي او ووايي چې پاکستان د تروریزم ښکار دی.))
وروسته له هغه چې په پېښور کې د هوايي پوځ په اډه باندې حمله وشوه پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د بختیار په نوم یو افغان هم نیول شوی چې له دې پېښې سره په تړاو تورن پيژندل شوی دی.
په پاکستان کې د افغانانو د ځورولو او بې ځایه نیولو لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې څه وخت مخکې د دغه هېواد چارواکو له افغان حکومت او ملګرو ملتونو سره دې هوکړې ته ورسید چې افغانان تر دوو نورو کلونو پورې هم په پاکستان کې پاتې کیدای شي.
راپور: صفي الله ستانکزی